د بلخ په زارع کې د طالبانو برید له ماتې سره مخ شو

zia_omid

طالبانو تېره شپه د بلخ په زارع ولسوالۍ کې د افغان دفاعي او امنیتي ځواکونو پر پوستو برید وکړ چې د افغان ځواکونو د متقابل برید په پایله کې د طالبانو دغه برید ناکامه شو او دښمن ته زیات تلفات واوښتل.

په خواشینۍ سره په دې برید کې، د ملي اردو ۶ سرتیري شهیدان شول او ۵ نور سرتیري ټپیان شول.

د ملي دفاع وزارت رهبري، د ملي اردو دغو شهیدانو ته جنت الفردوس، ټپیانو ته د عاجلې روغتیا او له کورنیو سره یې د خواخوږۍ په خوا کې د جمیل صبر هیله کوي.