د لوګر په برکي برک کې ۱۵ طالبان ووژل شول او برید یې دفع شو

zia_omid

طالبانو تېره شپه د لوګر ولایت په برکي برک ولسوالۍ کې د افغان دفاعي او امنیتي ځواکونو پر پوستو برید وکړ.

افغان ځواکونو د فعالې دفاع په چوکاټ کې، د دښمن برید دفع کړ چې په پایله کې ۱۵ طالبان ووژل شول، ۶ تنه یې ټپیان شول او زیاته اندازه وسلې او مهمات يې ویجاړې شوې.

په خواشینۍ سره په دې نښته کې، د ملي اردو ۴ سرتیري شهیدان شوي او ۵ نور ټپیان شوي دي.

د ملي دفاع وزارت رهبري، د ملي اردو دغو شهیدانو ته جنت الفردوس، ټپیانو ته د عاجلې روغتیا او له کورنیو سره یې د خواخوږۍ په خوا کې د جمیل صبر هیله کوي.