بادغیس کې د طالبانو برید په شا او 18 تنه جنګیالي يې ووژل شول
طالبانو د بادغیس ولایت "قادس" ولسوالۍ پر يو شمير سيمو د بريد پلان درلود.
د هېواد امنیتي او دفاعي ځواکونو د طالبانو ددې پلان له خبرېدو وروسته په “فعاله دفاعي” حالت کې، ددې شومې موخې د مخنیوي لپاره اقدام وکړ.
په دې لړ کې، د طالبانو د يو مشهور سرګروپ "جمعه ګل" په ګډون 10 طالبان ووژل شول او 8 تنه نور ټپیان شول.
همدا راز 4 کړۍ ماينونه کشف او شنډ شوي دي.