په کندز ولایت کې د طالبانو د برید د دفع کېدو په تړاو د ملي دفاع وزارت اعلامیه

zia_omid

په هغه برید کې چې تېره شپه طالبانو د کندز ولایت د مرکز په "تلوکه" سیمه کې د دفاعي او امنیتي ملي ځواکونو پر پوستو ترسره شو، د افغان ځواکونو له جدي غبرګون سره مخ شو.

د افغان ځواکونو په متقابل برید کې، طالبان ته زیات تلفات واړول شول چې څه باندې لس تنه یې ووژل شول او څو تنه نور يې ټپیان شول.
په دې برید کې په خواشینۍ سره د ملي اردو ۷ تنه سرتیري شهیدان شوي دي.

دفاعي او امنیتي ملي ځواکونه د بشپړ چمتوالي په حال کې دي څو د خلکو له ځان او مال څخه ساتنه او د تروریستانو هر ډول برید ته به سخت ځواب ورکړي.

د ملي دفاع وزارت رهبري، شهید شویو سرتیرو ته جنت الفردوس او پاتې کسانو ته یې د جمیل صبر هیله کوي.