۱۱ تنه ترهګر ووژل شو

s.mohmand

کابل- افغانستان: د هېواد ملي دفاعي او امنیتي ځواکونو د دښمن د ځالو او شته تهدیدونو د له منځه وړلو په موخه په تېرو ۲۴ ساعتونو کې۹ پلان شوي یرغلیز او چاڼيز عملیات او ۲هوايي بریدونه د هېواد په ۹ ولایتونو کې تر سره کړي؛ د دې عملیاتو په ترڅ کې ۱۱ تنه ترهګر وژل شوي ،  یو تن ټپي  او ۳ تنه شکمن کسان نیول شوي دي.

لغمان- علیشنګ ولسوالۍ کې د ځانګړو ګډو عملیاتو او ځوابي ډزو په  پایله کې ۷ تنه ترهګر وژل شوي دي.

کندهار- میوند ولسوالۍ کې د هوایي بریدونو په  پایله کې ۳ تنه ترهګر وژل شوي او یو شمیر وسلې او مهمات له منځه وړل شوي دي.

فاریاب- قیصار ولسوالۍ کې د ځوابي ډزو په  پایله کې یو تن ترهګر وژل شوی او یو تن ټپي شوی دی.

ننګرهار- ده بالا ولسوالۍ کې د ځانګړو عملیاتو په  پایله کې ۳ تنه شکمن کسان نیول شوی او یو شمیر وسلې او مهمات لاسته راغلي دي.