۵۲ تنه ترهګر ووژل شو

s.mohmand

کابل- افغانستان: د هېواد ملي دفاعي او امنیتي ځواکونو د دښمن د ځالو او شته تهدیدونو د له منځه وړلو په موخه په تېرو ۲۴ ساعتونو کې۱۵ پلان شوي یرغلیز او چاڼيز عملیات او ۴ هوايي بریدونه د هېواد په ۱۴ ولایتونو کې تر سره کړي؛ د دې عملیاتو په ترڅ کې ۵۲ تنه ترهګر وژل شوي، ۳۶ تنه ټپیان د ۶ تنو شکمنو کسانو په ګډون ۹ تنه نیول شوي دي.

فاریاب- شرین تګاب ولسوالۍ کې  د ځوابي ډزو په پایله کې ۱۲تنه ترهګر وژل شوي او ۱۵ تنه ټپیان شوي دي.

هلمند- نهر سراج او نادعلي ولسوالیو کې د هوایي بریدونو اوځانګړو ځواکونو د چانیزو عملیاتو په  پایله کې ۸ تنه ترهګر وژل شوي، ۵ تنه ټپیان، ۶ تنه شکمن کسان نیول شوي، د وسلو او مهماتو ۱۰ دبپو، یو پټنځای او ۳۰۰ متره خندق له منځه وړل شوي، ۲ موټر، ۱۲ موټر سایکلونه او یو شمیر وسلې او مهمات لاسته راغلي او ۶۷ کړۍ مانونه کشف او شنډ شوي دي.

لغمان- علیشنګ ولسوالۍ کې د چانیزو عملیاتو په پایله کې ۷ تنه ترهګر وژل شوي او ۱۰ تنه ټپیان شوي دي.

کندهار- غورک ولسوالۍ کې د هوایی بریدونو په پايله کې ۷ تنه ترهګر وژل شوي، یوه موضع او یو موټر له منځه وړل شوی دی.

ننګرهار- مهمند دره او شیرزاد ولسوالیو کې د چانیزو عملیاتو په پایله کې ۶ تنه ترهګر وژل او یو تن ټپي شوی دی.

هرات- ګلران ولسوالۍ کې د هوایي برید اوځوابي ډزو په  پایله کې ۶ تنه ترهګر وژل شوي او یو موټر له منځه وړل شوی دی.

کندز- مرکز اړوند تلوکه سیمه کې ۴تنه ترهګر وژل شوي دي.

ارزګان- خاص ارزګان ولسوالۍ او مرکز اړوند  خانقاسیمه کې د ټوپچي ډزو په  پایله کې ۲ تنه ترهګر وژل شوي او ۵ تنه ټپیان شوي دي.

خوست- صبریو ولسوالۍ کې د ځانګړو ګډو عملیاتو په پایله کې ۳ تنه ترهګر نیول شوی، یو شمیر وسلې او مهمات او ۸ د مبایل سیټونه لاسته راغلي  دي.