۶۰ تنه ترهګر ووژل شو

s.mohmand

کابل- افغانستان: د هېواد ملي دفاعي او امنیتي ځواکونو د دښمن د ځالو او شته تهدیدونو د له منځه وړلو په موخه په تېرو ۲۴ ساعتونو کې۲۰ پلان شوي یرغلیز او چاڼيز عملیات او ۱۹ هوايي بریدونه د هېواد په ۱۷ ولایتونو کې تر سره کړي؛ د دې عملیاتو په ترڅ کې ۶۰ تنه ترهګر وژل شوي او ۳۰ تنه ټپیان شوي دي.

ارزګان- چورې او مرکز اړوند سیمو کې د هوایی برید او ځوابي ډزو په پايله کې  ۲۳ تنه ترهګر وژل شوي او ۹ تنه ټپیان شوي دي.

هلمند- ګرشک او نهر سراج ولسوالیو کې د هوایي برید ونو په پایله کې ۱۱ تنه ترهګر وژل شوي دي.

بغلان- مرکزی بغلان ولسوالۍ کې د هوایي برید په پایله کې ۷ تنه ترهګر وژل شوي او ۸ تنه ټپیان شوي دي.

سرپل- د سرپل - جوزجان لویي لارې په اوږدو کې د ځوابي ډزو په پایله کې ۷ تنه ترهګر وژل شوي او ۶ تنه ټپیان شوي دي.

بادغیس- مقر او بالامرغاب ولسوالیو کې د هوایي بریدونو په پایله کې ۳ تنه ترهګر وژل شوي ، ۴ تنه ټپيان، ۶ موټر سایکلونه او یو شمیر وسلې او مهمات  له منځه وړل شوي دي.

بلخ- بلخ ولسوالۍ کې د هوایي ځواکونو په ملاتړد ځانګړو عملیاتو په  پایله کې ۳ تنه ترهګر وژل شوي دي.

هرات- کشک کهنه ولسوالۍ کې د هوایي برید په  پایله کې ۳ تنه ترهګر وژل شوي دي.

ننګرهار- مهمند دره ولسوالۍ کې د ځوابي ډزو په  پایله کې ۲ تنه ترهګر وژل شوي، ۳ تنه ټپیان او یو شمیر وسلې او مهمات لاسته راغلي دي.

فراه- پشت رود ولسوالۍ کې د هوایي برید په  پایله کې یو تن ترهګر وژل شوي او یو موټر سایکل له منځه وړل شوی دی.