۵۱ تنه طالب ترهګر ووژل شو
کابل- افغانستان: د هېواد ملي دفاعي او امنیتي ځواکونو د دښمن د ځالو او شته تهدیدونو د له منځه وړلو په موخه په تېرو ۲۴ ساعتونو کې۱۳ پلان شوي یرغلیز او چاڼيز عملیات او ۱۲ هوايي بریدونه د هېواد په ۱۰ ولایتونو کې تر سره کړي؛ د دې عملیاتو په ترڅ کې ۵۱ تنه ترهګر وژل شوي، ۱۳ تنه ټپیان او د ۴ تنو شکمنو کسانو په ګډون ۶ تنه نیول شوي دي.
بادغیس- بالامرغاب ولسوالۍ کې د هوایي برید په پایله کې ۱۷ تنه طالب ترهګر وژل شوي، ۱۰ تنه ټپیان او ۵ موضع ګانې له منځه وړل شوي دي.
بلخ- بلخ او زارع ولسوالیو کې دځانګړو ګډو عملیاتو او هوایي برید په پایله کې ۱۴ تنه طالب ترهګر وژل شوي دي.
هلمند- واشیر او موسی کلا ولسوالیو د هوایي برید ونوپه پایله کې ۱۱ تنه طالب ترهګر وژل شوي، یو موټر او یو موټر سایکل له منځه وړل شوی دي.
کندز- خان آباد ولسوالۍ کې د هوایي ځواکونو په ملاتړ د ځانګړو ګډو عملیاتو په پایله کې ۲ تنه طالب ترهګر وژل شوي، یو تن ټپي، ۲ تنه نیول شوي، یو موټر سایکل، یو مشیر وسلې او مهمات، ۴ پرتلې، ۴ جوړې پوځي جامې او یو دوربین لاسته راغلی، یو پټنځای له منځه وړل شوی او ۴ کړۍ ماینونه کشف او شنډ شوي دي.
نیمروز- خانشرود ولسوالۍ کې د هوایي برید په پایله کې ۲ تنه طالب ترهګر وژل شوي، یو موټر سایکل او یو پټځای له منځه وړل شوی دی.
ننګرهار- حصارک ولسوالۍ کې د ځوابي برید په پایله کې ۲ تنه طالب ترهګر وژل شوي دي.
کندهار- خاکریز ولسوالۍ کې د ماین د چاودنې له امله ۲ تنه ترهګر وژل شوي دي.
غزني- اندړ ولسوالۍ کې د ځوابي ډزو په پایله کې یو تن ترهګر وژل شوی دی.
فراه- قلعه کاه او پشترود ولسوالیو کې د چانیزو عملیاتو او هوایي برید په پایله کې ۲ تنه ترهګر ټپیان او ۴ تنه شکمن کسان نیول شوي دي.