۳۲ تنه ترهګر ووژل شو
کابل- افغانستان: د هېواد ملي دفاعي او امنیتي ځواکونو د دښمن د ځالو او شته تهدیدونو د له منځه وړلو په موخه په تېرو ۲۴ ساعتونو کې۱۲ پلان شوي یرغلیز او چاڼيز عملیات او ۳ هوايي بریدونه د هېواد په ۹ ولایتونو کې تر سره کړي؛ د دې عملیاتو په ترڅ کې ۳۲ تنه ترهګر وژل شوي، ۹ تنه ټپیان او ۶ تنه شکمن کسان نیول شوي دي.
کندز- آقتاش او چهار درې ولسوالیو کې د هوایي بریدونو په پایله کې ۱۰ تنه ترهګر وژل او ۳ تنه ټپیان شوي دي.
ارزګان- چنارتو ولسوالۍ کې د هوایي برید په پایله کې ۵تنه ترهګر وژل شوي دي.
هلمند- نهر سراج، نادعلي او واشیر ولسوالیو کې د چانیزو ګډو عملیاتو او هوایي بریدونو په پایله کې ۴ تنه ترهګر وژل، یو تن ټپي، ۶ تنه شکمن کسان نیول شوي، ۵ موضغ ګانې له منځه وړل شوي او ۱۰ کړۍ ماینونه کشف او شنډ شوي دي.
کندهار- خاکریز ولسوالۍ کې د ځوابي برید په پایله کې ۴ تنه طالب ترهګر وژل شوي او ۲ تنه نور ټپیان شوي دي.
پکتیا- سید کرم ولسوالۍ کې د هوایي برید په پایله کې ۳ تنه طالب ترهګر وژل شوي او د وسلو او مهماتو یوه دیپو له منځه وړل شوې ده.
بغلان- دوشي ولسوالۍ اړوند کیله ګۍ سیمه کې د ځوابي ډزو په پایله کې ۳ تنه طالب ترهګر وژل شوي دي.
بلخ- چمتال ولسوالۍ د هوایي برید په پایله کې ۲ تنه طالب ترهګر وژل شوي دي.
غزني- اندړ ولسوالۍ کې د ځوابي ډزو په پایله کې یو تن طالب ترهګر وژل شوی او ۳ تنه ټپیان شوي دي.