۱۵ تنه ترهګر وژل شوي دی!

zia_omid
کابل- افغانستان: د هېواد ملي دفاعي او امنیتي ځواکونو د دښمن د ځالو او شته تهدیدونو د له منځه وړلو په موخه په تېرو ۲۴ ساعتونو کې۱۳ پلان شوي یرغلیز او چاڼيز عملیات او ۱۲هوايي بریدونه د هېواد په ۱۱ ولایتونو کې تر سره کړي؛ د دې عملیاتو په ترڅ کې ۱۵  تنه ترهګر وژل شوي، ۷ تنه ټپیان او ۶ تنه نیول شوي دي.

هلمند- واشیر، نهر سراج، خانشین ولسوالیو کې د هوایي بریدونو او ځانګړو ګډو عملیاتو په پایله کې ۷ تنه ترهګر وژل، ۶ تنه نیول شوي،۲ موټر سایکلونه، یو شمیر وسلې او مهمات او چاودیدونکو توکو نه ډک یو موټر له منځه وړل شوی دی.

ارزګان -  مرکز اړوند سیمه کې د هوایي ځواکونو په ملاتړ دکماندو ځواکونو د چانیرو عملیاتو په پایله کې ۶ تنه طالب ترهګر وژل شوي، ۸ کړۍ ماینونه، ۲۰۰ کیلو ګرامه چاودیدونکي توکي او د دښمن یو پټنځای له منځه وړل شوی دی.

لغمان - علیشنګ ولسوالۍ کې د توپچي  برید په پایله کې ۲ تنه طالب ترهګر وژل شوي او ۷ تنه نور ټپیان شوي دي.