۲۶ تنه ترهګر وژل شوي دي!
کابل- افغانستان: د هېواد ملي دفاعي او امنیتي ځواکونو د دښمن د ځالو او شته تهدیدونو د له منځه وړلو په موخه په تېرو ۲۴ ساعتونو کې۱۲ پلان شوي یرغلیز او چاڼيز عملیات او ۶هوايي بریدونه د هېواد په ۱۱ ولایتونو کې تر سره کړي؛ د دې عملیاتو په ترڅ کې ۲۶ تنه ترهګر وژل شوي او ۶ تنه نور ټپیان شوي دي.
کندهار- میوند ولسوالۍ کې د هوایي برید په پایله کې ۱۴ تنه ترهګر وژل شوي او ۲ تنه نیول شوي دي.
بلخ - بلخ ولسوالۍ اړوند مرګین ټپه سیمه د هوایي برید په پایله کې ۶ تنه طالب ترهګر وژل شوي او یو تن ټپي شوی دی.
هلمند - نهر سراج ولسوالۍ کې دځوابي برید په پایله کې ۴ تنه ترهګر وژل شوي او یو تن ټپي شوی دی.
بدخشان - وردوج ولسوالۍ کې دځوابي برید په پایله کې ۲ تنه ترهګر وژل شوي او یو شمیر وسلې او مهمات لاسته راغلي دي.
لغمان - دولت شاه ولسوالۍ کې دځوابي برید په پایله کې ۲ تنه ترهګر ټپیان شوي دي.