۲۱ تنه ترهګر ووژل شول
کابل- افغانستان: د هېواد ملي دفاعي او امنیتي ځواکونو د دښمن د ځالو او شته تهدیدونو د له منځه وړلو په موخه په تېرو ۲۴ ساعتونو کې۱۵ پلان شوي یرغلیز او چاڼيز عملیات او ۱۳ هوايي بریدونه د هېواد په ۱۳ ولایتونو کې تر سره کړي؛ د دغه عملیاتو په ترڅ کې ۲۱ تنه ترهګر وژل شوي، ۱۷ تنه ټپیان او ۳ تنه نیول شوي دي.
ننګرهار- خوګیانو او مهمند دره ولسوالیو کې د چانیزو عملیاتو او ځوابي ډزو په پایله کې ۱۱ تنه ترهګر نیول شوي، ۴ تنه ټپیان، یو موټر له منځه وړل شوی او ۳ موټر سایکلونه لاسته راغلي دي.
جوزجان- فیض آباد ولسوالۍ کې د چانیزو عملیاتو په پایله کې ۵ تنه طالب ترهګر وژل شوي او ۹ تنه ټپیان شوي دي.
هلمند- نهر سراج ولسوالۍ کې د هوایي بریدونو په پایله کې ۳ تنه ترهګر وژل شوي دي.
ارزګان- خاص ارزګان ولسوالۍ کې د ځوابي ډزو په پایله کې یو تن ترهګر وژل شو ی او ۴ تنه ټپیان شوي دي.
کاپیسا- تګاب ولسوالۍ کې د ځوابي ډزو په پایله کې یو تن ترهګر وژل شوی دی.
بلخ- شورتیپه ولسوالۍ کې د چانیزو عملیاتو په پایله کې ۳ تنه ترهګر نیول شوي او ۳ موټر سایکلونه لاسته راغلي دي.