۱۸ تنه ترهګر وژل شوي دي!

zia_omid

کابل – افغانستان: د هېواد ملي دفاعي او امنیتي ځواکونو د دښمن د ځالو او شته تهدیدونو د له منځه وړلو په موخه په تېرو ۲۴ ساعتونو کې۱۴ پلان شوي یرغلیز او چاڼيز عملیات او۶ هوايي بریدونه د هېواد په ۱۳ ولایتونو کې تر سره کړي؛ د دغه عملیاتو په ترڅ کې ۱۸  تنه ترهګر وژل شوي او ۸ ټپیان شوي دي.

سمنگان- دره صوف ولسوالۍ کې د ملي اردو د چاڼیزو عملیاتو او هوايي بریدونو په ترڅ کې ۵ تنه ترهګر وژل شوي او ۸ تنه ټپیان شوي دي.

پکتیکا- د هوايي بریدونو په پایله کې، چې په زیروک ولسوالۍ کې تر سره شوي ۵ تنه طالب ترهګر وژل شوي دي.

هلمند- د ځوابي ډزو او هوايي بریدونو په پایله کې، چې په نهرالسراج ولسوالۍ کې تر سره شوي ۲ تنه ترهګر وژل شوي او یو شمېر وسلې او مهمات لاس ته راغلي دي.

میدان وردک- د هوايي برید په ترڅ کې، چې په نرخ ولسوالۍ کې تر سره شوی ۲ تنه ترهګر وژل شوي دي.

تخار- ځوابي ډزې، چې په درقد ولسوالۍ کې رامنځ ته شوې ۲ تنه ترهګر وژل شوي دي.

کندز- د هوايي برید په پایله کې، چې په امام صاحب ولسوالۍ کې تر سره شوی یو تن ترهګر وژل شوی دی.

فراه- د هوايي برید په ترڅ کې، چې د هوايي ځواکونو لخو په خاک سفید ولسوالۍ کې تر سره شوی یو تن ترهګر وژل شوی دی.