۲۷ تنه ترهګر ووژل شول

s.mohmand

کابل - افغانستان: د هېواد ملي دفاعي او امنیتي ځواکونو د دښمن د ځالو او شته ګواښونو د له منځه وړلو په موخه په تېرو ۲۴ ساعتونو کې۱۴ پلان شوي یرغلیز او چاڼيز عملیات او۱۳ هوايي بریدونه د هېواد په ۱۱ ولایتونو کې تر سره کړي؛ د دې عملیاتو په ترڅ کې ۲۷ تنه ترهګر وژل شوي او ۱۴ تنه نور  ټپیان شوي دي.

هرات- چشت شریف او زاول ولسوالیو کې  د هوایي ځواکونو په ملاتړ د ملي دفاعي او امنیتي ځواکونو د چانیزو عملیاتو  په پایله کې د طالبانو یو تن سیمه ایز قوماندان صاحب خان په ګډون ۱۶ تنه ترهګر وژل شوي، ۵ تنه ټپیان او یو شمیر سیمې د دښمن له شتون څخه پاکې شوي دي.

هلمند- ګرمسیر او نهر سراج ولسوالیو کې د هوایي بردونو په پایله کې۶ تنه ترهګر وژل شوي دي.

کندز- خان آباد ولسوالۍ او د خان آباد- آقتاش لویې لارې په اوږدو کې د هوايي برید او د ماین چاودنې له امله ۳ تنه ترهګر وژل شوي او ۸ تنه ټپیان شوي دي.

سمنګان- دره صوف ولسوالۍ کې د کماندو ځواکونو د چانیزو عملیاتو په پایله کې ۲ تنه ترهګر وژل شوي او  یو تن ټپي شوی دی.