۸۳ تنه ترهګر وژل شوي  

s.mohmand

کابل – افغانستان: د هېواد ملي دفاعي او امنیتي ځواکونو د دښمن د ځالو او شته تهدیدونو د له منځه وړلو په موخه په تېرو ۲۴ ساعتونو کې ۲۰ پلان شوي ګډ برید ګر او چاڼيز عملیات او ۷ هوايي بریدونه د هېواد په ۱۶ ولایتونو کې تر سره کړي؛ د دغه عملیاتو په ترڅ کې ۸۳  تنه ترهګر وژل شوي او ۳۴ تنه ټپیان  شوي دي.

غزني- ګیلان، ده یک او قره باغ ولسوالیو کې د چاڼیزو عملیاتواو هوایي ځواکونو د ملاتړ په پایله کې ۲۶ تنه طالب ترهګر وژل شوي ، ۶ تنه ټپیان، ۲ موټر او ۲ موټر سایکلونه له منځه وړل شوي دي.

بلخ-  کشنده ولسوالۍ کې د هوایی برید په پایله کې ۱۸ تنه طالب ترهګر وژل شوي دي.

بادغیس- مقر ولسوالۍ کې د هوايي برید په پایله کې۱۶ تنه ترهګر وژل شوي، ۵ تنه ټپیان، ۱۰ میله وسلې او ۷ موټر سایکلونه له منځه وړل شوي دي.

کندهار- خاکریز ولسوالۍ کې د ځوابي برید په پایله کې ۹ تنه طالب ترهګر وژل شوي  او ۱۶ تنه ټپیان شوي دي.

لغمان- علیشنګ  ولسوالۍ کې د هوايي برید په پایله کې ۷ تنه ترهګر وژل شوي  او یو تن ټپي شوی دی.

هلمند- واشیر ولسوالۍ کې د هوايي بریدونو په پایله کې یو تن ترهګر وژل شوی دی.