۲۲ تنه ترهګر وژل شوي
کابل – افغانستان: د هېواد ملي دفاعي او امنیتي ځواکونو د دښمن د ځالو او شته تهدیدونو د له منځه وړلو په موخه په تېرو ۲۴ ساعتونو کې ۱۷ پلان شوي ګډ یرغلیز او چاڼيز عملیات او ۲۶ هوايي بریدونه د هېواد په ۱۲ ولایتونو کې تر سره کړي؛ د دغه عملیاتو په ترڅ کې ۲۲ تنه ترهګر وژل شوي، ۳ تنه ټپیا او ۲ تنه نیول شوي دي.
تخار- اشکمش ولسوالۍ کې د هوايي بریدونو په پایله کې ۸ تنه ترهګر وژل شوي دي.
پکتیا- زرمت ولسوالۍ کې د هوايي بریدونو په پایله کې ۴ تنه ترهګر وژل شوي او ۲ موټر سایکل له منځه وړل شوي دي.
کندهار- خاکریز ولسوالۍ کې د ملي پوځ د چاڼیزو عملیاتو په پایله کې ۳ تنه ترهګر وژل شوي، ۴ تنه ټپیان، ۴ پټنځي له منځه وړل شوي او ۳۱ کړۍ ماینونه کشف او شنډ کړی شوي دي.
کنړ- څوکۍ ولسوالۍ په سورګل کلي کې د ملي پوځ د چاڼیزو عملیاتو په پایله کې ۳ تنه ترهګر وژل شوي دي.
فاریاب- شیرین تګاب ولسوالۍ کې د هوايي بریدونو په پایله کې ۲ تنه ترهګر وژل شوي او ۳ تنه ټپیان شوي دي.
بادغیس- بالامرغاب ولسوالۍ کې د هوايي بریدونو په پایله کې ۲ تنه ترهګر وژل شوي دي.
دایکندي- ګجران ولسوالۍ په بالا داشت کلي کې د ګډو ځانګړو عملیاتو په پایله کې ۲ تنه ترهګر نیول شوي دي.