۳۳ تنه ترهګر وژل شوي

s.mohmand

کابل – افغانستان: د هېواد ملي دفاعي او امنیتي ځواکونو د دښمن د ځالو او شته تهدیدونو د له منځه وړلو په موخه په تېرو ۲۴ ساعتونو کې ۱۵ پلان شوي ګډ تعروضي او چاڼيز عملیات او۱۷ هوايي بریدونه د هېواد په ۱۱ ولایتونو کې تر سره کړي؛ د دغه عملیاتو په ترڅ کې ۳۳  تنه ترهګر وژل شوي، ۱۸ تنه ټپیان او یو تن نیول شوی دی.

کندز- ولایت مرکز شاوخوا سیمو کې د هوايي بریدونو په پایله کې ۸ تنه ترهګر وژل شوي، ۲ تنه ټپیان او د دښمن ۲ پټنځي له منځه وړل شوي دي.

ننگرهار- اچین او چپرهار ولسوالیو کې د هوايي برید او ګډو ځانګړیو عملیاتو په ترڅ کې ۸ تنه داعشیان وژل شوي، یو تن ټپي، یو شمېر وسلې او مهمات، ۳۰۰ کیلو ګرامه نشیي او ۱۱ کیلو ګرامه چاودېدونکي توکي لاسته راغلي دي.

فراه- جوند ولسوالۍ کې د هوايي برید په پایله کې ۴ تنه ترهګر وژل شوي او ۵ تنه ټپیان شوي دي.

ارزگان- ولایت مرکز اړوند سیمو کې د ګډو ځانګړیو عملیاتو په پایله کې ۴ تنه ترهګر وژل شوي، یو شمېر وسلې او مهمات، ۳۵۰ کیلو ګرامه چاودېدونکي توکي لاسته راغلي، ۵ پټنځي، ۵ تونلونه له منځه وړل شوي او ۱۲ کړۍ ماینونه کشف او شنډ کړی شوي دي.

زابل- ارغنداب ولسوالۍ کې د هوايي برید په پایله کې ۴ تنه ترهګر وژل شوي، ۲ تنه ټپیان او یو شمېر وسلې او مهمات له منځه وړل شوي دي.

غزنی- مقر او آب بند ولسوالیو تر منځ غځېدلې لاره کې د چاڼیزو عملیاتو او هوايي برید په پایله کې ۳ تنه ترهګر وژل شوي، ۲ تنه ټپیان، ۶ موټر سایکل لاسته راغلي او ۳ کړۍ ماینونه کشف او شنډ کړی شوي دي.

هرات- شینډنډ ولسوالۍ کې د ځوابي ډزو په پایله کې ۲ تنه ترهګر وژل شوي او ۶ تنه ټپیان شوي دي.