۲۶ تنه ترهګر وژل شوي
کابل – افغانستان: د هېواد ملي دفاعي او امنیتي ځواکونو د دښمن د ځالو او شته تهدیدونو د له منځه وړلو په موخه په تېرو ۲۴ ساعتونو کې ۲۱ پلان شوي ګډ تعروضي او چاڼيز عملیات او۱۲ هوايي بریدونه د هېواد په ۱۳ ولایتونو کې تر سره کړي؛ د دغه عملیاتو په ترڅ کې ۲۶ تنه ترهګر وژل شوي او ۱۴ تنه ټپیان شوي دي.
هلمند- مارجه ولسوالۍ کې د هوايي بریدونو په پایله کې ۸ تنه ترهګر وژل شوي، یو موټر او یو شمېر وسلې او مهمات له منځه وړل شوي دي.
بادغیس- بالامرغاب ولسوالۍ کې د ځوابي ډزو په پایله کې ۶ تنه ترهګر وژل شوي، او ۷ تنه ټپیان شوي دي.
کندز- اشت ارچي ولسوالۍ کې د ځوابي ډزو په پایله کې ۵ تنه ترهګر وژل شوي او ۳ تنه ټپیان شوي دي.
کندهار- میوند ولسوالۍ کې د هوايي برید په پایله کې ۵ تنه ترهګر وژل شوي او ۳ تنه ټپیان شوي دي.
پکتیا- زرمت ولسوالۍ کې د ځوابي ډزو په پایله کې ۲ تنه ترهګر وژل شوي او یو تن ټپي شوی دی.