۴۰ تنه ترهګر وژل شوي
کابل – افغانستان: د هېواد ملي دفاعي او امنیتي ځواکونو د دښمن د ځالو او شته تهدیدونو د له منځه وړلو په موخه په تېرو ۲۴ ساعتونو کې ۱۸ پلان شوي ګډ تعروضي او چاڼيز عملیات او۱۵ هوايي بریدونه د هېواد په ۱۱ ولایتونو کې تر سره کړي؛ د دغه عملیاتو په ترڅ کې ۴۰ تنه ترهګر وژل شوي، ۱۴ تنه ټپیان او ۵ تنه نیول شوي دي.
لغمان- علینګار او علیشنګ ولسوالیو کې د هوايي بریدونو په پایله کې ۹ تنه ترهګر وژل شوي دي.
فراه- پشت رود ولسوالۍ کې د هوايي برید په پایله کې ۸ تنه ترهګر وژل شوي او ۶ تنه ټپیان شوي دي.
کندز- ولایت مرکز کې د چاڼیزو عملیاتو په پایله کې ۷ تنه ترهګر وژل شوي، ۴ تنه ټپیان او یو شمېر وسلې او مهمات لاسته راغلي دي.
هلمند- مارجه ولسوالۍ کې د هوايي ځواکونو په مرسته د چاڼیزو عملیاتو په پایله کې ۶ تنه ترهګر وژل شوي، یو موټر او یو موټر سایکل له منځه وړل شوي دي.
غزنی- ده یک او جغتو ولسوالیو کې د ګډو ځانګړو عملیاتو او ځوابي ډزو په پایله کې ۵ تنه ترهګر وژل شوي، یو تن ټپي، ۵ تنه نیول شوي، یو موټر، ۲ موټر سایکل، ۲۰ کیلو ګرامه چرس او یوه اندازه چاودېدونکي توکي له منځه وړل شوي، ۶ موبایلونه، ۱۲ سیمکارتونه او ۴ جلده پاسپورتونه لاسته راغلي دي.
در نتیجه عملیات خاص مشترک و انداخت متقابل در ولسوالی های ده یک و جغتو 5 تن دهشت افگن کشته، یک تن زخمی، 5 تن دستگیر، یک عراغده
بادغیس- بالامرغاب ولسوالۍ کې د ځوابي ډزو په پایله کې ۲ تنه ترهګر وژل شوي او ۷ تنه ټپیان شوي دي.
ارزگان- چوره ولسوالۍ کې د ځوابي ډزو په پایله کې ۲ تنه ترهګر وژل شوي دي.
جوزجان- فیض آباد ولسوالۍ کې د ځوابي ډزو په پایله کې یو تن ترهګر وژل شوی او یو تن ټپي شوی دی.
لوگر- څرخ ولسوالۍ کې د هوايي برید په پایله کې یو تن ترهګر وژل شوی دی.