۵۱ تنه ترهګر وژل شوي

s.mohmand

کابل – افغانستان: د هېواد ملي دفاعي او امنیتي ځواکونو د دښمن د ځالو او شته تهدیدونو د له منځه وړلو په موخه په تېرو ۲۴ ساعتونو کې ۲۳ پلان شوي ګډ تعروضي او چاڼيز عملیات او۱۰ هوايي بریدونه د هېواد په ۱۷ ولایتونو کې تر سره کړي؛ د دغه عملیاتو په ترڅ کې ۵۱ تنه ترهګر وژل شوي او ۳۴ تنه ټپیان شوي دي.

کندهار- میوند ولسوالۍ کې د ملي پوځ د چاڼیزو عملیاتو په ترڅ کې ۱۹ تنه ترهګر وژل شوي، ۱۴ تنه ټپیان، ۸ موضعوې له منځه وړل شوې، یو شمېر وسلې او مهمات لاسته راغلي او ۱۷ کړۍ ماینونه کشف او شنډ کړی شوي دي. 

غزني- مقر ولسوالۍ، د لومړي لمبر لویې لار په اوږدو او د ولایت په مرکز کې د چاڼیزو عملیاتو په ترڅ کې ۱۸ تنه ترهګر وژل شوي او ۱۲ تنه ټپیان شوي دي.

هلمند- مارجه ولسوالۍ کې د هوايي برید په ترڅ کې ۵ تنه ترهګر وژل شوي او ۲ تنه ټپیان شوي دي.

ارزگان- ګیزاب ولسوالۍ کې کماندو ځواکونو د چاڼیزو عملیاتو په ترڅ کې ۴ تنه ترهګر وژل شوي او ۵ تنه ټپیان شوي دي.

 پکتیکا- وازه خواه ولسوالۍ کې د ځوابي ډزو په ترڅ کې ۲ تنه ترهګر وژل شوي او ۲ تنه ټپیان شوي دي.

بادغیس- بالامرغاب ولسوالۍ کې د هوايي بریدونو په ترڅ کې ۲ تنه ترهګر وژل شوي او د دښمن ۲ موضعوې له منځه وړل شوې دي.

لوگر- څرخ ولسوالۍ کې د هوايي برید په ترڅ کې یو تن ترهګر وژل شوی دی.