د شهيد ډګرمن سميع الله «شيرزاد» ژوند ليک

zia_omid
د شهيد ډګرمن سميع الله «شيرزاد» ژوند ليک

ډګر من سميع الله د سيد ملا زوی په ۱۳۵۴ لمريز کال د ننګرهار ولايت د خوګياڼيو ولسوالۍ  په يوه متدينه او روښانفکره کورنۍ کې دې دنيا ته سترګې وغړولې.

لومړنۍ  او منځنۍ زده کړې يې د ننګرهار عالي ليسې او وروسته  د خپلې هغې  مينې له امله چې د هيواد د وياړلي پوځ سره يې په زړه کې درلوده، د حربي ښوونځي  په نهم ټولګي کې شامل شو چې د دولسم ټولګي د فراغت سند يې د حربې  ښوونځي څخه  په ( ۱۳۷۲) لمريز کال کې  د (ډير ښه)  په  درجه  تر لاسه کړ.

په ( 1385 ) لمريز کال کې د ملي اردو په ليکو کې د افسر په توګه  د تورن په کادر په دنده  وګمارل شو. ډګرمن سميع الله  د خدای  ورکړي  ښه استعداد  له برکته خپلې دندې په  ډيرې  بريا سره سرته رسولې او د کلونو په اوږدو کې يې د هيواد  په  بيلابیلو ولايتونو کې هرډول ستونزمنې  هيوادنۍ او ملي  دندې  په ډير وياړ سره سرته رسولې، د هيواد  د ځمکنۍ  بشپړتيا، ملي واکمنۍ ، ديني او ملي ارزښتونو  څخه یی په ډيره  ميړانه  دفاع  او ساتنه کوله  او د هيواد  د سولې او امنيت  دښمنانو ته  يې  په هر ډګر کې  ملاماتونکي ګوزارونه  ورکړي دي. شهيد سميع الله  له (۱۳۸۳) لمريز کال  را په  دېخوا يې په بيلا بیلو وختونو، د هيواد  په  بيلابيلو  ولايتونو کې خپلې  ورسپارلې دندې،  د سپورت  د څانګې آمر، د استادانو د تکتيکې څانګې آمر، د ټولي معاون، د ټولي  قوماندان، د کنډک رئیس ارکان،  د مارشال محمدفهيم  پوهنتون د افسرانو ملي اکاډمۍ  د دريم  کنډک  قوماندان  په توګه  په ډيره  ميړانه، زړورتيا او اتلولۍ  سره خپلې  ورسپارل شوې  دندې  په بريا سره سرته رسولې دي. په  دنده کې  د ښه اخلاص، هيواد او خلکو ته د ښه خدمت او له هيواد اوخلکو څخه په ميړانه دفاع  او د جګړې په  ډګر کې  له ځانه مسلکي او  پوځي  وړتيا په ښودلو سره، د ملي دفاع وزارت  او دوسله وال پوځ ستر درستيز، د تعليم او تربیه او دکتورينو قوماندانۍ، د مارشال فهيم پوهنتون قوماندانۍ، د افسرانو اکاډمۍ  او د بهرنيو مشاورينو لخوا  ورته بيلا بيل مډالونه او ستاينليکونه ورکړ شوي وو. همداراز له جاپان هيواد څخه يې د تکواندو څانګه کې ماستري او مډال هم ترلاسه کړی و.

شهيد ډګرمن سميع الله «شيرزاد»  د روان (۱۳۹۸) لمريز کال، د ثور د مياشتې په ( ۱۹ ) مه نيټه  د بدخشان ولايت  راغيستان ولسوالۍ  د سرحدي لوا، د درييم کنډک قوماندان په توګه د هيواد او خلکو څخه د دفاع په سنګر کې په شهادت ورسيده.

روح يې ښاد او ياد يې تلپاتې

اعجاز الحق «شیرزاد»