۹۱ تنه ترهګر وژل شوي

s.mohmand

کابل – افغانستان: د هېواد ملي دفاعي او امنیتي ځواکونو د دښمن د ځالو او شته تهدیدونو د له منځه وړلو په موخه په تېرو ۲۴ ساعتونو کې ۲۰ پلان شوي ګډ تعروضي او چاڼيز عملیات او۱۱ هوايي بریدونه د هېواد په ۱۳ ولایتونو کې تر سره کړي؛ د دغه عملیاتو په ترڅ کې ۹۱ تنه ترهګر وژل شوي او ۴۱ تنه ټپیان شوي دي.

هلمند- نادعلي، سنګین، نهرسراج ولسوالیو او د لښکرګاه ښار شاوخوا سیمو کې د کماندو ځانګړیو چاڼیزو عملیاتو او د راکټ د ډزو په پایله کې ۳۶ تنه ترهګر وژل شوي، ۹ تنه ټپیان، ۴۷ جوړې پوځي البسه او یو شمېر وسلې او مهمات لاسته راغلي، یو موټر، ۹ موټر سایکل، د مهماتو یوه زېرمه، ۵ پټنځي، ۲۸ موضعوې له منځه وړل شوي دي او ۱۲۹ کړۍ بېلابېل ډول ماینونه کشف او شنډ کړی شوي دي.

سرپل- صیاد ولسوالۍ کې د هوايي بریدونو په ترڅ کې ۲۲ تنه ترهګر وژل شوي، ۷ تنه ټپیان او یو شمېر وسلې او مهمات له منځه وړل شوي دي.

بغلان- دهنه غوري او مرکزي بغلان ولسوالیو کې د هوايي بریدونو په ترڅ کې ۱۹ تنه ترهګر وژل شوي، ۱۲ تنه ټپیان، یو پټنځی، ۴ موضعوې او یو شمېر وسلې او مهمات له منځه وړل شوي دي.

غزنی- اندړو او خواجه عمري ولسوالیو کې د ځوابي ډزو په ترڅ کې ۶ تنه ترهګر وژل شوي او ۱۰ تنه ټپیان شوي دي.

جوزجان- درزاب ولسوالۍ کې د کماندو ځواکونو د ځانګړیو عملیاتو په ترڅ کې ۵ تنه ترهګر وژل شوي، ۷ تنه ټپیان او ۲۸ کړۍ ماینونه کشف او شنډ کړی شوي دي.

بلخ- چمتال ولسوالۍ کې د ځوابي ډزو په ترڅ کې ۲ تنه ترهګر وژل شوي او ۳ تنه ټپیان شوي دي.

کاپیسا- تګاب ولسوالۍ کې د ځوابي ډزو په ترڅ کې یو تن ترهګر وژل شوی او یو تن ټپي شوی دی.