۳۷ تنه ترهګر وژل شوي
کابل – افغانستان: د هېواد ملي دفاعي او امنیتي ځواکونو د دښمن د ځالو او شته تهدیدونو د له منځه وړلو په موخه په تېرو ۲۴ ساعتونو کې ۲۵ پلان شوي ګډ تعروضي او چاڼيز عملیات او۱۵ هوايي بریدونه د هېواد په ۱۷ ولایتونو کې تر سره کړي؛ د دغه عملیاتو په ترڅ کې ۳۷ تنه ترهګر وژل شوي او ۳ تنه ټپیان شوي دي.
پکتیا- آریوب ځاځي، زرمت او میرزکه ولسوالیو کې د هوايي بریدونو او ځوابي ډزو په ترڅ کې ۱۰ تنه ترهګر وژل شوي، ۲ تنه ټپیان، یو موټر له منځه وړل شوی او یو موټر لاسته راغلی دی.
کندهار- معروف ولسوالۍ کې د هوايي برید په ترڅ کې ۹ تنه ترهګر وژل شوي، ۲ موټر او ۳ موټر سایکل له منځه وړل شوي دي.
ننگرهار- اچین ولسوالۍ کې د هوايي بریدونو په ترڅ کې ۶ تنه داعشیان وژل شوي دي.
زابل- شینکۍ او سیوري ولسوالیو کې د هوايي برید او چاڼیزو عملیاتو په ترڅ کې ۵ تنه ترهګر وژل شوي، یو تن ټپي، یو موټر سایکل له منځه وړل شوی او یو شمېر وسلې او مهمات لاسته راغلي دي.
میدان وردک- چک ولسوالۍ کې د هوايي برید په ترڅ کې ۴ تنه ترهګر وژل شوي او د دښمن یو پټنځی له منځه وړل شوی دی.
بغلان- تاله او برفک ولسوالۍ کې د هوايي برید په ترڅ کې ۳ تنه ترهګر وژل شوي دي.