اندخوی کې د طالبانو تش په نوم قاضي، د دوی د سرې قطعې قومندان او یو تن ازبېکستانی تبعه وژل شوي!

zia_omid

د تېرې ورځې هوايي بریدونو او د افغان ملي دفاعي او امنیتي ځواکونو او طالبانو ترمنځ نښتو په ترڅ کې د اندخوی د څلورو واړو ولسوالیو لپاره د طالبانو تش په نامه قاضي محمد رحیم، د قرغان ولسوالۍ لپاره د طالبانو د سرې قطعې قومندان فدامحمد مشهور په فرزند آته مراد کور او دوه تنه ازبیکستاني ترهګر، چې د یوه هویت یې د سیف الله په نوم تثبیت شوی له ۵ تنو ترهګرو سره د قرغان ولسوالۍ د مهراب او سلدوز تپه په کلیو کې وژل شوي دي.

د اندخوی په څلور ګونو ولسوالیو کې د چاڼیزو عملیاتو له پیل څخه تر دې دمه د طالبانو د ۷ مخکښو قومندانانو او ۲ ازبیکستانیو ترهګرو په ګډون ۴۰ تنه ترهګر وژل شوي دي.

    د وژل شویو نوم لړ:

1.   نومول شوی قاضي ملا رحیم.

2.   اندخوی ولسوالۍ لپاره د طالبانو د ولسوال مرستیال ملا عبدالحکیم مشهور په بلال.

3.   قرغان ولسوالۍ کې د طالبانو د سرې قطعې قومندان فدا محمد مشهور په فرزند آته مراد کور.

4.   ګروپي قومندان مولوي محمد قاسم.

5.   د طالبانو د ۱۵ تنو سر ګروپ نقیب الله.

6.   ګروپي قومندان محب الله.

7.   ګروپي قومندان محمد صادق.     

د دغه عملیاتو په ترڅ کې ۷ تنه ترهګر ټپیان شوي، د قرمقل ولسوالۍ لپاره د طالبانو د نومول شوي ولسوال مرستیال مولوي رفیق، قرغان ولسوالۍ کې د عشر او ذکات د راټولولو مسوول قاري زبیر او د بلخ ولایت د شورتپې ولسوالۍ کې د طالبانو سر ګروپ ملا مختار د ټپیانو له ډلې څخه دي.