۱۱ تنه ترهګر وژل شوي

s.mohmand

کابل – افغانستان: د هېواد ملي دفاعي او امنیتي ځواکونو د دښمن د ځالو او شته تهدیدونو د له منځه وړلو په موخه په تېرو ۲۴ ساعتونو کې ۲۱ پلان شوي ګډ تعروضي او چاڼيز عملیات او۶ هوايي بریدونه د هېواد په ۱۷ ولایتونو کې تر سره کړي؛ د دغه عملیاتو په ترڅ کې ۱۱ تنه ترهګر وژل شوي او ۳ تنه ټپیان شوي دي.

زابل- شینکۍ ولسوالۍ کې د هوايي بریدونو په ترڅ کې د طالبانو د یوې ډلې د پوځي مرستیال په ګډون ۳ تنه ترهګر وژل شوي او د یادې ډلې یو موټر له منځه وړل شوی دی.

هلمند- نهر سراج ولسوالۍ کې د چاڼیزو عملیاتو په ترڅ کې ۲ تنه ترهګر وژل شوي، یو تن ټپي، ۲ موټر سایکل له منځه وړل شوي او د دښمن یو شمېر وسلې او مهمات د افغان ځواکونو لاسته ورغلي دي.

بلخ- زارع ولسوالۍ کې د هوایي بریدونو په ترڅ کې ۲ تنه ترهګر وژل شوي او ۲ تنه ټپیان شوي دي.

کندهار- نیش ولسوالۍ کې د توپچي بریدونو په ترڅ کې ۲ تنه ترهګر وژل شوي دي.

غزنی- جغتو ولسوالۍ کې د ځوابي ډزو په ترڅ کې ۲ تنه ترهګر وژل شوي او د دښمن یو موټر سایکل له منځه وړل شوی دی.