۱۲۸ تنه ترهګر وژل شوي

s.mohmand

کابل – افغانستان: د هېواد ملي دفاعي او امنیتي ځواکونو د دښمن د ځالو او شته تهدیدونو د له منځه وړلو په موخه په تېرو ۲۴ ساعتونو کې ۱۹ پلان شوي ګډ تعروضي او چاڼيز عملیات او۴هوايي بریدونه د هېواد په ۱۵ ولایتونو کې تر سره کړي؛ د دغه عملیاتو په ترڅ کې ۱۲۸ تنه ترهګر وژل شوي او ۴۹ تنه ټپیان شوي دي.

هرات- چشت شریف ولسوالۍ کې د هوايي بریدونو په ترڅ کې ۶۳ تنه ترهګر وژل شوي او ۱۳ تنه ټپیان شوي دي.

زابل- میزان ولسوالۍ کې د هوايي بریدونو په ترڅ کې ۲۳ تنه ترهګر وژل شوي دي.

بغلان- دهنه غوري ولسوالۍ کې د هوايي بریدونو په ترڅ کې ۱۹ تنه ترهګر وژل شوي او ۵ تنه ټپیان شوي دي.

تخار- دړقد ولسوالۍ کې د هوايي بریدونو په ترڅ کې ۱۹ تنه ترهګر وژل شوي او ۲۴ تنه ټپیان شوي دي.

هلمند- نهر سراج او واشېر ولسوالیو کې د ګډو ځانګړیو عملیاتو او هوايي بریدونو په ترڅ کې ۴ تنه ترهګر وژل شوي، یو تن ټپي، ۳ موټرسایکل او یو شمېر وسلې او مهمات له منځه وړل شوي دي.