د تخار ولایت درقد ولسوالۍ، په بشپړه توګه د طالب ترهګرو له شتون څخه پاکه شوه!

zia_omid

د دفاعي او امنیتي ملي ځواکونو ګډ تصفیوي عملیات چې له څو ورځو راهیسې د درقد ولسوالۍ په بیلابیلو کلیو کې د تروریستانو د له منځه وړو په موخه پیل شوي وو، په پایله کې نن سهار وختي په بشپړه توګه د ترهګرو له شتون څخه پاکه شوه.

د دغو عملیاتو په ترڅ کې څه باندې پنځوس طالب ترهګر وژل شوي چې د وژل شویو جسدونه د جګړې په دګر کې پراته دي او په لسګونه نور یې ټپیان شوي دي، همداراز د طالب ترهګرو څو عرادې نقلیه وسایط د افغان دفاعي او امنیتي ځواکونو لاس ته ورغلي دي.

د امنیت تینګښت او د طالبانو له ظلم او وحشت څخه د خلکو خلاصون د افغان دفاعي او امنیتي ځواکونو له لومړیتوبونو څخه دي چی په دې برخه کې به له ټولو امکاناتو او ځواک څخه استفاده وکړي او هېڅ ډول هڅې به و نه دریغوي.