په بغلان ولایت کې د دفاعي او امنیتي ملي ځواکونو د پراخو عملیاتو پیل!

s.mohmand

کابل– افغانستان: افغان دفاعي او امنیتي ملي ځواکونو، په بغلان ولایت کې تېره شپه له دريو استقامتونو "ډنډ شهاب الدین"،"ډنډ غوري" او کیله ګي څخه د ترهګرو پر ضد پراخ عملیات پیل کړي دي.دغه عملیات به د ترهګرو له شتونه د بغلان تر بشپړې پاکېدو دوام ولري.
مخکې له دې، دفاعي او امنیتي ملي ځواکونو په بدخشان، تخار او کندز ولایتونو کې پراخ عملیات په لاره آچولي وو چې په پایله کې یې زیاتې سېمې او اراضي د طالبانو له شتونه پاکې شوې، او د دښمن د کلیدي کسانو، قوماندانو او نومول شویو ولسوالانو په ګډون په لسګونه تنه طالب ترهګر ووژل شول او ټپیان شول.
افغان امنيتي ځواکونه به د خلکو د ځان او مال د ساتنې په خاطر د هېواد د سولې او ټیکاوو د دښمنانو د تروریستي فعالیتونو پر وړاندې له ټول ځواک څخه کار واخلي او ترهګرو ډلو ته به د ترور او وحشت فرصت ورنکړي