۷۶ تنه ترهګر وژل شوي

s.mohmand

کابل – افغانستان: د هېواد ملي دفاعي او امنیتي ځواکونو د دښمن د ځالو او شته تهدیدونو د له منځه وړلو په موخه په تېرو ۲۴ ساعتونو کې ۱۵ پلان شوي ګډ تعروضي او چاڼيز عملیات او۲۷هوايي بریدونه د هېواد په ۱۳ ولایتونو کې تر سره کړي؛ د دغه عملیاتو په ترڅ کې د خاک سفید ولسوالۍ لپاره د طالبانو د تش په نامه ولسوال په ګډون ۷۶ تنه ترهګر وژل شوي او ۳۸ تنه ټپیان شوي دي.

ارزگان- چارچینو او ګیزاب ولسوالیو کې د هوايي برید، د کماندو ځواکونو د چاڼیزو عملیاتو او ځوابي ډزو په ترڅ کې ۱۷ تنه ترهګر وژل شوي، ۲۹ ټپیان، ۱۲ موټر سایکل او یو موټر له منځه وړل شوي او یو شمېر وسلې او مهمات لاسته راغلي دي. 

غزنی- ګیرو او واغظ ولسوالیو کې د هوايي بریدونو په ترڅ کې ۱۴ تنه ترهګر وژل شوي، یو تن ټپي، یو موټر او یو موټر سایکل له منځه وړل شوي دي.

 میدان وردک- سیدآباد ولسوالۍ کې د هوايي بریدونو او ځوابي ډزو په ترڅ کې ۱۰ تنه ترهګر وژل شوي دي. 

هرات- شینډنډ ولسوالۍ کې د کماندو ځواکونو د چاڼیزو عملیاتو په ترڅ کې ۸ تنه ترهګر وژل شوي او ۳ تنه ټپیان شوي دي.

ننگرهار- چپرهار او پچیراګام ولسوالیو کې د هوايي بریدونو په ترڅ کې د د یو تن داعشي په ګډون ۷ تنه ترهګر وژل شوي او یو شمېر وسلې او مهمات له منځه وړل شوي دي.

زابل- شاجوی ولسوالۍ کې د هوايي بریدونو په ترڅ کې ۵ تنه ترهګر وژل شوي او یو شمېر وسلې او مهمات له منځه وړل شوي دي.

کندز- دشت ارچي و چاردره ولسوالیو کې د هوايي بریدونو او ګډو ځانګړیو عملیاتو په ترڅ کې ۴ تنه ترهګر وژل شوي، یو تن ټپي، ۳ پټنځي یو شمېر وسلې او مهمات له منځه وړل شوي دي.

پکتیا-  سید کرم ولسوالۍ کې د هوايي برید په ترڅ کې ۳ تنه ترهګر وژل شوي دي.

هلمند- نهرسراج ولسوالۍ کې د هوايي برید او چاڼیزو عملیاتو په ترڅ کې ۲ تنه ترهګر وژل شوي، یو تن ټپي او د دښمن ۱۸ موضعوې له منځه وړل شوې دي.

فراه- بالابلوک ولسوالۍ کې د خاک سفید ولسوالۍ لپاره د طالبانو تش په نامه ولسوال حاجي باري له یو تن قاچاقبر سره د هوايي برید په ترڅ کې وژل شوی او یو موټر له منځه وړل شوی دی.

بلخ- چاربولک ولسوالۍ کې د ځوابي ډزو په ترڅ کې ۲ تنه ترهګر وژل شوي او ۳ تنه ټپیان شوي دي. 

کاپیسا- نجراب ولسوالۍ کې د هوايي برید په ترڅ کې ۲ تنه ترهګر وژل شوي دي.