د تخار ولایت د بهارک ولسوالۍ شاوخوا سیمې د ترهګرو له شتون څخه پاکې شوې

zia_omid

په تخار ولایت کې د افغان ملي دفاعي او امنیتي ځواکونو عملیات دوام لري، د ماهواره کوکچه او بهارک ولسوالیو ترمنځ لویه لار د ترافیکو پر مخ خلاصه شوې او د بهارک ولسوالۍ کې تهدیدونه په بشپړه توګه دفع شوي دي.

د دغه عملیاتو په ترڅ کې، چې د ملي دفاع وزارت د لومړي مرستیال سترجنرال محمد یاسین ضیا په مشرۍ پیل شوي تر اوسمهاله د بهارک په ولسوالۍ کې د طالبانو د یو تن سرګروپ په ګډون ۱۸ تنه ترهګر وژل شوي دي.

د ماهواره کوکچه او خواجه غار ولسوالیو د بشپړې پاکسازۍ په موخه به ژر عملیات پیل شي.

د تخار ولایت امنیتي حالت د تېر په پرتله ښه شوی او په څو راتلونکو ورځو کې به بشپړ امنیت تامین شي.

د ملي دفاع، کورنیو چارو وزارتونو او ملي امنیت لومړي مرستیالان د څو ورځو را پدېخوا په تخار ولایت کې شپه او ورځ له امنیتي او دفاعي ځواکونو سره دي.