۱۰۳ تنه ترهګر وژل شوي
کابل – افغانستان: د هېواد ملي دفاعي او امنیتي ځواکونو د دښمن د ځالو او شته تهدیدونو د له منځه وړلو په موخه په تېرو ۲۴ ساعتونو کې ۲۲ پلان شوي ګډ تعروضي او چاڼيز عملیات او ۲۸ هوايي بریدونه د هېواد په ۱۱ ولایتونو کې تر سره کړي؛ د دغه عملیاتو په ترڅ کې ۱۰۳ تنه ترهګر وژل شوي او ۶۰ تنه ټپیان شوي دي.
غزنی- خوګیاڼیو، ګیرو، اندړو، ده یک، قره باغ ولسوالیو او د ولایت مرکز کې د هوايي بریدونو، چاڼیزو عملیاتو او ځوابي ډزو په ترڅ کې ۲۳ تنه ترهګر وژل شوي، ۳ ټپیان، د وسلو او مهماتو یوه زېرمه او ۴ موټر سایکل له منځه وړل شوي دي.
هرات- زاول او شینډنډ ولسوالیو کې د هوايي بریدونو او ځوابي ډزو په ترڅ کې ۱۴ تنه ترهګر وژل شوي او ۲۲ تنه ټپیان شوي دي.
زابل- میزان ولسوالۍ کې د هوايي بریدونو او ځوابي ډزو په ترڅ کې ۱۲ تنه ترهګر وژل شوي او ۷ تنه ټپیان شوي دي.
تخار- بهارک ولسوالۍ کې د هوايي بریدونو په ترڅ کې ۱۲ تنه ترهګر وژل شوي او یو موټر له منځه وړل شوی دی.
لوگر- څرخ، برکي برک ولسوالیو او د ولایت مرکز کې د هوايي بریدونو په ترڅ کې ۹ تنه ترهګر وژل شوي، یو تن ټپي، ۴ موټر او موټر سایکل له منځه وړل شوي دي.
هلمند- واشیر، ګرمسیر او کجکي ولسوالیو کې د هوايي بریدونو او ځوابي ډزو په ترڅ کې ۸ تنه ترهګر وژل شوي، ۴ ټپیان او یو موټر له منځه وړل شوی دی.
کاپیسا- نجراب او تګاب ولسوالیو کې د هوايي بریدونو، ګډو ځانګړو عملیاتو او ځوابي ډزو په ترڅ کې ۸ تنه ترهګر وژل شوي او یو شمېر وسلې او مهمات له منځه وړل شوي دي.
بلخ- نهرشاهي ولسوالۍ کې د هوايي بریدونو په ترڅ کې ۶ تنه ترهګر وژل شوي او ۱۲ تنه ټپیان شوي دي.
کنر- اسمار او دانګام ولسوالیو کې د توپچي برید په ترڅ کې ۵ تنه ترهګر وژل شوي، ۱۰ ټپیان او یو شمېر وسلې او مهمات له منځه وړل شوي دي.
جوزجان- درزآب ولسوالۍ کې د هوايي بریدونو په ترڅ کې ۳ تنه ترهګر وژل شوي، ۳ موټر او ۳ موټرسایکل له منځه وړل شوي دي.
بادغیس- بالامرغاب ولسوالۍ کې د ځوابي ډزو په ترڅ کې ۲ تنه ترهګر وژل شوي او ۲ تنه ټپیان شوي دي.
میدان وردک- سیدآباد ولسوالۍ کې د هوايي بریدونو په ترڅ کې یو تن ترهګر وژل شوی دی.