۵۴ تنه ترهګر وژل شوي
کابل – افغانستان: د هېواد ملي دفاعي او امنیتي ځواکونو د دښمن د ځالو او شته تهدیدونو د له منځه وړلو په موخه په تېرو ۲۴ ساعتونو کې ۱۷ پلان شوي ګډ تعروضي او چاڼيز عملیات او ۱۵ هوايي بریدونه د هېواد په ۱۰ ولایتونو کې تر سره کړي؛ د دغه عملیاتو په ترڅ کې ۵۴ تنه ترهګر وژل شوي او ۴ تنه ټپیان شوي دي.
غزنی- ده یک، اندړو، جغتو ولسوالیو او د ولایت مرکز کې د هوايي بریدونو په ترڅ کې ۳۶ تنه ترهګر وژل شوي، ۴ ټپیان او له ۴ میله وسلو سره ۳ بېلابېل ډول موټر او یو موټر سایکل له منځه وړل شوي دي.
بادغیس- جوند ولسوالۍ کې د هوايي بریدونو په ترڅ کې ۵ تنه ترهګر هلاک شوي دي.
لوگر- برکې برک او څرخ ولسوالیو کې د هوايي بریدونو په ترڅ کې ۴ تنه ترهګر وژل شوي او د دښمن یوه موضع له منځه وړل شوې ده.
زابل- شاه جوی ولسوالۍ کې د هوايي بریدونو په ترڅ کې ۳ تنه په هلاکت رسېدلي دي.
ارزگان- ولایت مرکز ترینکوټ ختیځ کې د هوايي بریدونو په ترڅ کې ۲ تنه ترهګر وژل شوي دي.
فراه- قعله کاه ولسوالۍ کې د هوايي بریدونو په ترڅ کې ۲ تنه ترهګر وژل شوي او څو کړۍ بېلابېل ډول ماینونه کشف او شنډ کړی شوي دي.
هلمند- نهر سراج ولسوالۍ کې د هوايي بریدونو په ترڅ کې یو تن ترهګر وژل شوی او د دښمن یو موټر سایکل له منځه وړل شوی دی.
بدخشان- زیباک ولسوالۍ کې د ځوابي ډزو په ترڅ کې یو تن ترهګر وژل شوی دی.