په هلمند کې یوه بهرنۍ ترهګره ډله له مینځه یووړل شوه

zia_omid

دهلمند ولایت په موسی کلا ولسوالۍ کې دفاعي او امنیتي ځواکونو ۲۲ بهرني طالبان وژلي دي او ۱۴ نور یې نېولي دي او د مهماتو یوه لویه زېرمه یې وېجاړه کړې ده.

په نېول شویو کې ۵ پاکستاني او یو بنګله دیشی ترهګر شامل دی. دغه کسان په داسې حال کې نېول شوي او وژل شوي دي چې د ترهګریزو بریدونو په سازماندهي کولو بوخت وو.

دفاعي او امنیتي ځواکونه د خلکو د سر و مال د ساتنې په لار کې له هره پلوه پیاوړي دي او په دغه برخه کې له هېڅ ډول هڅې درېغ نه کوي.

د ملي دفاع وزارت په موسی کلا ولسوالۍ کې ملکي خلکو ته د زیان رسېدو ادعاوې څېړي او وروسته به د څېړنو پایلې له رسنیو او خلکو سره شریکې کړي.