۱۱۴ تنه ترهګر وژل شوي
کابل – افغانستان: د هېواد دفاعي او امنیتي ځواکونو د دښمن د ځالو او شته تهدیدونو د له منځه وړلو په موخه په تېرو ۲۴ ساعتونو کې ۲۴ پلان شوي ګډ تعروضي او چاڼيز عملیات، ۷۶ ځانګړې کوماندويي دندې او ۳۲ هوايي بریدونه د هېواد په ۱۳ ولایتونو کې تر سره کړي؛ د دغه عملیاتو په ترڅ کې ۱۱۴ تنه ترهګر وژل شوي، ۸ تنه ټپیان او ۸ تنه نیول شوي دي.
غزنی- ده یک، اندړو او رشیدانو ولسوالیو کې د هوايي بریدونو او د کماندو ځواکونو د عملیاتو په ترڅ کې ۲۱ تنه ترهګر وژل شوي، ۴ تنه ټپیان، ۳ شکمن کسان نیول شوي، ۲ موټر، ۲ موټر سایکل، ۲ پټنځي، یوه اندازه مهمات له منځه وړل شوي او یو شمېر تبلیغاتي اسناد لاسته راغلي دي.
کندز- امام صاحب ولسوالۍ کې د ګډو عملیاتو په ترڅ کې ۱۶ تنه ترهګر وژل شوي، یو تن ټپي، ۳ شکمن کسان نیول شوي، ۴ موټرسایکل، د وسلو او مهماتو یوه زېرمه، ۲ موضعوې، د ځان وژونکو بریدګرو ۲ واسکټونه له منځه وړل شوي، یو شمېر وسلې او مهمات او د دښمن تبلیغاتي اسناد لاسته راغلي دي.
لوگر- څرخ ولسوالۍ او د ولایت په مرکز کې د هوايي بریدونو په ترڅ کې ۱۶ تنه ترهګر وژل شوي، ۴ تنه ټپیان، یو موټر او یوه اندازه چاودېدونکي توکي له منځه وړل شوي دي.
بدخشان- وردوج ولسوالۍ کې د هوايي بریدونو په ترڅ کې ۱۶ تنه ترهګر وژل شوي دي.
کندهار- ارغستان ولسوالۍ کې د هوايي بریدونو په ترڅ کې ۱۴ تنه ترهګر وژل شوي او ۲ تنه ټپیان شوي دي.
بادغیس- بالامرغاب ولسوالۍ کې د هوايي برید په ترڅ کې ۱۰ تنه ترهګر وژل شوي دي.
هلمند- مارجه، نهر سراج او واشیر ولسوالیو کې د هوايي بریدونو او چاڼیزو عملیاتو په ترڅ کې ۸ تنه ترهګر وژل شوي، یو تن نیول شوی، د وسلو یوه زېرمه، یو موټر او یو موټرسایکل له منځه وړل شوي دي.
فراه- بکوا ولسوالۍ کې د هوايي بریدونو په ترڅ کې د طالبانو د یو تن سیمه ییز قومندان حاجي ملا په ګډون ۵ تنه ترهګر وژل شوي دي.
نیمروز- دلارام ولسوالۍ کې د ګډو ځانګړو عملیاتو په ترڅ کې ۴ تنه ترهګر وژل شوي، یو تن نیول شوی، یو شمېر وسلې او مهمات لاسته راغلي او یو موټر له منځه وړل شوی دی.
ننگرهار- خوګیاڼیو ولسوالۍ کې د هوايي برید په ترڅ کې ۳ تنه داعشیان وژل شوي دي.
لغمان- علیشنګ ولسوالۍ کې د چاڼیزو عملیاتو په ترڅ کې یو تن ترهګر وژل شوی او یو تن ټپي شوی دی.