۱۱۱ تنه ترهګر وژل شوي

zia_omid

کابل – افغانستان: د هېواد دفاعي او امنیتي ځواکونو د دښمن د ځالو او شته تهدیدونو د له منځه وړلو په موخه په تېرو ۲۴ ساعتونو کې ۲۱ پلان شوي ګډ تعروضي او چاڼيز عملیات، ۸۳ ځانګړې کوماندويي دندې او ۲۷ هوايي بریدونه د هېواد په ۱۴ ولایتونو کې تر سره کړي؛ د دغه عملیاتو په ترڅ کې ۱۱۱ تنه ترهګر وژل شوي او ۱۷ تنه ټپیان شوي دي.

غزنی- ولایت مرکز منګور او نیازيو سیمو کې د ګډو ځانګړو عملیاتو په ترڅ کې د ۱۵ وزیرستانیانو ترهګرو قومندانانو، سر ګروپانو او د دښمن د عشر او زکات د مسوولینو په ګډون ۴۰ تنه ترهګر وژل شوي، یو موټر او یو شمېر وسلې او مهمات له منځه وړل شوي دي.

 بغلان- مرکزي بغلان ولسوالۍ او د ولایت په مرکز کې د هوايي بریدونو او د کماندو ځواکونو د عملیاتو په ترڅ کې ۱۸ تنه ترهګر وژل شوي دي.

لغمان- علیشنګ ولسوالۍ کې د هوايي بریدونو په ترڅ کې ۱۱ تنه ترهګر وژل شوي، ۳ تنه ټپیان او ۱۵ موټر سایکل له منځه وړل شوي دي.

  بادغیس- بالامرغاب ولسوالۍ کې د هوايي بریدونو په ترڅ کې ۱۰ تنه ترهګر وژل شوي، ۱۰ تنه ټپیان او ۱۵ موټر له منځه وړل شوي دي.

هلمند- مارجه او ګرمسیر ولسوالیو کې د هوايي بریدونو په ترڅ کې ۹ تنه ترهګر وژل شوي دي.

فراه- انار دره ولسوالۍ کې د هوايي برید په ترڅ کې ۶ تنه ترهګر وژل شوی دي.

بلخ- چمتال ولسوالۍ کې د ګډو ځانګړو ځواکونو په ترڅ کې ۶ تنه ترهګر وژل شوي او د چاودېدونکو توکو نه ډک ۳ د تېلو ټانکرونه له منځه وړل شوي دي.

بدخشان- وردوج ولسوالۍ کې د هوايي بریدونو په ترڅ کې ۳ تنه ترهګر وژل شوي او یو تن ټپي شوی دی.

کندهار- میوند ولسوالۍ کې د ځوابي ډزو په ترڅ کې ۲ تنه ترهګر وژل شوي او ۳ تنه ټپیان شوي دي.

  پکتیا- ځاځي آریوب او زرمت ولسوالیو کې د هوايي بریدونو په ترڅ کې ۲ تنه ترهګر وژل شوي، یو ټانکر، له چاودېدونکو توکو نه ډک یو موټر او یو موټر سایکل له منځه وړل شوي دي.

زابل- دایچوپان ولسوالۍ کې د هوايي بریدونو په ترڅ کې ۲ تنه ترهکر وژل شوي دي.

ارزگان- چورې ولسوالۍ کې د هوايي برید په ترڅ کې ۲ تنه ترهګر وژل شوي دي.

لوگر- ازرې ولسوالۍ کې د هوايي برید په ترڅ کې د چاودېدونکو توکو یوه زېرمه له منځه وړل شوې ده.