۹۳ تنه ترهګر وژل شوي

s.mohmand

کابل – افغانستان: د هېواد دفاعي او امنیتي ځواکونو د دښمن د ځالو او شته تهدیدونو د له منځه وړلو په موخه په تېرو ۲۴ ساعتونو کې ۲۱ پلان شوي ګډ تعروضي او چاڼيز عملیات، ۸۳ ځانګړې کوماندويي دندې او ۲۸ هوايي بریدونه د هېواد په ۱۴ ولایتونو کې تر سره کړي؛ د دغه عملیاتو په ترڅ کې ۹۳ تنه ترهګر وژل شوي، ۱۵ تنه ټپیان او ۶ تنه نیول شوي دي.

غزنی- قره باغ او ګیلان ولسواليو او د ښار په څنډو کې د هوايي بریدونو په ترڅ کې ۳۴ تنه ترهګر وژل شوي او د دښمن ۳ موټر او ۲ پټنځي له منځه وړل شوي دي.

ننگرهار- پچیراګام، حصارک او اچین ولسوالیو کې د هوايي بریدونو او توپچي ډزو په ترڅ کې ۱۷ تنه ترهګر وژل شوي او ۶ تنه ټپیان شوي دي.

 فاریاب- ګرزیوان ولسوالۍ کې د هوايي بریدونو او ځانګړو چاڼیزو عملیاتو په ترڅ کې ۱۲ تنه ترهګر وژل شوي، ۸ تنه ټپیان او یو تن له یو شمېر وسلو او مهماتو سره نیول شوی دی.

فراه- بکوا ولسوالۍ کې د هوايي بریدونو په ترڅ کې ۱۲ تنه ترهګر وژل شوي او یو موټر سایکل له منځه وړل شوی دی.

بدخشان- وردوج ولسوالۍ کې د هوايي بریدونو په ترڅ کې ۱۱ تنه ترهګر وژل شوي او یو تن ټپي دی.

میدان وردک- چک ولسوالۍ کې د هوايي برید په ترڅ کې ۷ تنه ترهګر وژل شوي دي.

نیمروز- خاشرود ولسوالۍ کې د چاڼیزو عملیاتو په ترڅ کې ۵ تنه ترهګر نیول شوي دي.