۶۶ تنه ترهګر وژل شوي

s.mohmand

کابل – افغانستان: د هېواد دفاعي او امنیتي ځواکونو د دښمن د ځالو او شته تهدیدونو د له منځه وړلو په موخه په تېرو ۲۴ ساعتونو کې ۲۰ پلان شوي ګډ تعروضي او چاڼيز عملیات، ۸۳ ځانګړې کوماندويي دندې او ۲۹ هوايي بریدونه د هېواد په ۱۲ ولایتونو کې تر سره کړي؛ د دغه عملیاتو په ترڅ کې سمنګانو ولایت ته د طالبانو لخوا د نومول شوي والي په ګډون ۶۶ تنه ترهګر وژل شوي او ۲۹ تنه ټپیان شوي دي.

فراه- انار دره ولسوالۍ او د ولایت مرکزد رج او کاریز او شیخانو سیمو کې د هوايي بریدونو په ترڅ کې ۱۹ تنه ترهګر وژل شوي او ۱۰ تنه ټپیان شوي دي.

 هلمند- نادعلي ولسوالۍ کې د هوايي بریدونو په ترڅ کې ۱۵ تنه ترهګر وژل شوي او د دښمن یو پټنځی وران شوی دی.

غزنی- اندړو، ده یک، قره باغ او آب بند ولسوالیو کې د هوايي بریدونو په ترڅ ۱۱ تنه ترهګر وژل شوي، یو موټر، یو موټر سایکل او یو شمېر وسلې او مهمات له منځه وړل شوي دي.

سمنگان- دره صوف ولسوالۍ کې د هوايي برید په ترڅ کې د سمنګانو ولایت ته د طالبانو لخوا نومول شوی والي ملانورالدین له خپلو ۵ تنو همکارانو سره یو ځای وژل شوی او یو موټر سایکل له منځه وړل شوی دی.

ننگرهار- سره رود ولسوالۍ کې د هوايي برید په ترڅ کې ۵ تنه ترهګر وژل شوي او ۳ تنه ټپیان شوي دي.

 کندهار- شاه ولیکوټ ولسوالۍ کې د هوايي برید په ترڅ کې ۴ تنه ترهګر وژل شوي، ۳ تنه ټپیان او د دښمن یو پټنځی وران شوی دی.

 بلخ ولایت- بلخ ولسوالۍ کې د هوايي برید له امله ۲ تنه ترهګر وژل شوي، ۴ تنه ټپیان، یو موټر او یو شمېر وسلې او مهمات له منځه وړل شوي دي.

  لوگر- ازرې ولسوالۍ کې د هوايي برید په پایله کې ۲ تنه ترهګر وژل شوي، یو تن ټپي او یو موټر سایکل له منځه وړل شوی دی.

میدان وردک- نرخ ولسوالۍ کې د هوايي برید په پایله کې ۲ تنه ترهګر وژل شوي دي.

تخار- ینګي کلا ولسوالۍ کې د هوايي برید په پایله کې یو تن ترهګر وژل شوی او ۶ تنه ټپیان شوي دي.