۷۵ تنه ترهګر وژل شوي

s.mohmand

کابل – افغانستان: د هېواد دفاعي او امنیتي ځواکونو د دښمن د ځالو او شته تهدیدونو د له منځه وړلو په موخه په تېرو ۲۴ ساعتونو کې ۱۵ پلان شوي ګډ تعروضي او چاڼيز عملیات، ۸۶ ځانګړې کوماندويي دندې او ۳۳ هوايي بریدونه د هېواد په ۱۲ ولایتونو کې تر سره کړي؛ د دغه عملیاتو په ترڅ کې ۷۵ تنه ترهګر وژل شوي او ۲۱ تنه ټپیان شوي دي.

بلخ- چاربولک او شولګره ولسوالیو کې د هوایي بریدونو په ترڅ ۲۱ تنه ترهګر وژل شوي دي.

ننگرهار- سره رود او اچین ولسوالیو کې د هوايي بریدونو او ځوابي ډزو په ترڅ کې ۱۹ تنه ترهګر وژل شوي او ۵ تنه ټپیان شوي دي.

زابل- شاه جوی ولسوالۍ کې د هوايي بریدونو په ترڅ کې ۱۱ تنه ترهګر وژل شوي او یو موټرسایکل له منځه وړل شوی دی.

بغلان- بورکه ولسوالۍ کې د ځوابي ډزو په ترڅ کې ۶ تنه ترهګر وژل شوي دي.

تخار- کران او منجان ولسوالۍ کې د چاڼیزو عملیاتو په ترڅ کې ۶ تنه ترهګر وژل شوي او ۲ موټر لاسته راغلي دي.

هلمند- نهر سراج ولسوالۍ کې د هوايي بریدونو په ترڅ کې ۵ تنه ترهګر وژل شوي، ۲ موټر او یو شمېر وسلې او مهمات له منځه وړل شوي دي.

فاریاب- المار ولسوالۍ کې د هوايي برید په ترڅ کې ۵ تنه ترهګر وژل شوي او یو موټر له منځه وړل شوی دی.

 ارزگان- چارچینو ولسوالۍ کې د ځوابي ډزو په ترڅ کې ۴ تنه ترهګر وژل شوي، ۴ تنه ټپیان، یو موټر او ۲ موټرسایکل له منځه وړل شوي دي.

غزنی- ګیرو ولسوالۍ او ولایت مرکز کې د هوايي بریدونو او د کماندو ځواکونو د چاڼیزو عملیاتو په ترڅ کې ۴ تنه ترهګر وژل شوي او ۲ تنه ټپیان شوي دي.

پکتیکا- سروبي ولسوالۍ کې د ځوابي ډزو په ترڅ کې ۳ تنه ترهګر وژل شوي او ۴ تنه ټپیان شوي دي. 

بادغیس- بالامرغاب ولسوالۍ کې د چاڼیزو عملیاتو په ترڅ کې ۲ تنه ترهګر وژل شوي او ۵ تنه ټپیان شوي دي.

فراه- بالابلوک ولسوالۍ کې د ځوابي ډزو په ترڅ کې یو تن ترهګر وژل شوی دی.