۱۳۳ تنه ترهګر وژل شوي

s.mohmand

کابل – افغانستان: د هېواد دفاعي او امنیتي ځواکونو د دښمن د ځالو او شته تهدیدونو د له منځه وړلو په موخه په تېرو ۲۴ ساعتونو کې ۱۵ پلان شوي ګډ تعروضي او چاڼيز عملیات، ۹۰ ځانګړې کوماندويي دندې او ۲۹ هوايي بریدونه د هېواد په ۱۲ ولایتونو کې تر سره کړي؛ د دغه عملیاتو په ترڅ کې ۱۳۳ تنه ترهګر وژل شوي او ۸۷ تنه ټپیان شوي دي.

تخار- درقد او خواجه بهاوالدین ولسوالیو کې د هوايي بریدونو په ترڅ کې ۳۳ تنه ترهګر وژل شوي، ۲ تنه ټپیان او د دښمن یوه واسطه له منځه وړل شوې ده.

ارزگان- دهراوود ولسوالۍ او د ولایت په مرکز کې د هوايي بریدونو او چاڼیزو عملیاتو په ترڅ کې ۳۱ تنه ترهګر وژل شوي، ۱۲ تنه ټپیان، ۱۱۵ کیلو ګرامه چاودېدونکي توکي او ۵ کړۍ ماینونه کشف او شنډ کړی شوي دي.

کندز- امام صاحب، چادرې او خان آباد ولسوالیو کې د هوايي بریدونو په ترڅ کې ۲۴ تنه ترهګر وژل شوي، ۲۰ تنه ټپیان او یو موټر له منځه وړل شوی دی.

پکتیا- آریوب ځاځي ولسوالۍ کې د هوايي بریدونو په ترڅ کې ۱۵ تنه ترهګر وژل شوي او ۸ تنه ټپیان شوي دي.

ننگرهار- سره رود ولسوالۍ کې د هوايي برید په ترڅ کې ۱۲ تنه ترهګر وژل شوي، ۹ تنه ټپیان شوي او یو شمېر وسلې او مهمات له منځه وړل شوي دي.

غزنی- اندړو، ده یک او قره باغ ولسوالیو کې د هوايي بریدونو او چاڼیزو عملیاتو په ترڅ کې ۸ تنه ترهګر وژل شوي، ۸ تنه ټپیان او یو موټر له منځه وړل شوی دی.

فراه- قلعه ګاه ولسوالۍ کې د هوايي برید په ترڅ کې ۶ تنه ترهګر وژل شوي، ۳ تنه ټپیان او د دښمن یو بلنداژ له منځه وړل شوی دی.

بغلان- مرکزي بغلان کې د هوايي برید او ځوابي ډزو په ترڅ کې ۴ تنه ترهګر وژل شوي او ۲۰ تنه ټپیان شوي دي.

میدان وردک- نرخ ولسوالۍ کې د ګډو او ځانګړو چاڼیزو عملیاتو په ترڅ کې ۳ تنه ترهګر وژل شوي او ۴ تنه ټپیان شوي دي.

کندهار- میوند ولسوالۍ کې د هوايي برید په ترڅ کې ۲ تنه ترهګر وژل شوي او د دښمن ۲ موضعوې له منځه وړل شوې دي.

پکتیکا- ولایت مرکز کې د ځوابي ډزو په ترڅ کې ۲ تنه ترهګر وژل شوي دي.