د بدخشان ولایت د وردوج ولسوالۍ د آزادیدو پ تړاو د ملي دفاع وزارت اعلامیه

zia_omid

د بدخشان ولابت وردوج ولسوالۍ وروسته له پنځو کلونو د طالبانو له کنټرول څخه آزاده شوه. دفاعي او امنیتي ملي ځواکونو په بدخشان ولایت کې د پراخو عملیات په ترسره کېدو، وتوانیدل وروسته له پنځو کلونو د وردوج ولسوالۍ نن له طالبانو څخه آزاده کړي.

د وردوج د آزادیدو په عملیاتو کې په بدخشان کې د طالبانو د نومول شوي والي قاری فصیح الدین، ددغه ولایت لپاره د طالبانو د نظامي مسوول قاري حافظ او د لسګونه نورو مهمو او کلیدي قوماندانانو په ګډون شاوخوا 100 داخلي او بهرني طالبان وژل شوي او په لسګونه نور یې ټپیان شوي دي او افغان دفاعي او امنیتي ملي ځواکونو ته هېڅ زیان ندی رسیدلی.

دفاعي او امنیتي ملي ځواکونه له خلکو څخه د دفاع په کرښه کې دي او د خلکو د دفاع لپاره هېڅ ډول هڅې نه درېغوي.