۱۴۷ تنه ترهګر وژل شوي

s.mohmand

کابل – افغانستان: د هېواد دفاعي او امنیتي ځواکونو د دښمن د ځالو او شته تهدیدونو د له منځه وړلو په موخه په تېرو ۲۴ ساعتونو کې ۱۲پلان شوي ګډ تعروضي او چاڼيز عملیات، ۷۸ ځانګړې کوماندويي دندې او ۴۱هوايي بریدونه د هېواد په ۱۱ ولایتونو کې تر سره کړي دي.

د دغه عملیاتو په ترڅ کې د ۷ داعشيانو او د طالبانو د یو تن نومول شوي ولسوال په ګډون ۱۴۷ تنه ترهګر وژل شوي او ۴۵ تنه ټپیان شوي دي.

غزنی- اندړو او قره باغ ولسوالیو کې د هوايي بریدونو په ترڅ کې ۳۱ تنه ترهګر وژل شوي، یو موټر او ۴ موټرسایکل له منځه وړل شوي دي.

 بغلان- مرکزي بغلان ولسوالۍ کې د هوايي بریدونو په ترڅ کې د ۳۰ تنه ترهګر وژل شوي او ۱۵ تنه ټپیان شوي دي.

کندز- دشت ارچي ولسوالۍ کې د هوايي بریدونو په ترڅ کې ۲۷ تنه ترهګر وژل شوي او ۱۹ تنه ټپیان شوي دي.

هلمند- ګرشک، ناوه او نهرسراج ولسوالیو کې د هوايي بریدونو په ترڅ کې ۲۴ تنه ترهګر وژل شوي او ۶ تنه ټپیان شوي دي.

لوگر- برکي برک، ازره او محمد آغه ولسوالیو کې د هوايي بریدونو او ګډو ځانګړو عملیاتو په ترڅ کې ۲۱ تنه ترهګر وژل شوي او یو موټر له منځه وړل شوی دی.

هرات- ګلران ولسوالۍ کې د هوايي بریدونو او ګډو ځانګړو عملیاتو په ترڅ کې د طالبانو د نومول شوي ولسوال قضي نبي په ګډون ۹ تنه ترهګر وژل شوي، ۲ موټر له منځه وړل شوي، یو شمېر وسلې او مهمات لاسته راغلي دي.

ننگرهار- خوګیاڼیو ولسوالۍ کې د هوايي بریدونو په ترڅ کې ۷ تنه داعشیان وژل شوي او د دښمن یو پټنځای په کنډواله بدل شوی دی.

  ارزگان- چارچینو ولسوالۍ کې د هوايي برید په ترڅ کې ۶ تنه ترهګر وژل شوي دي.

بدخشان- وردوج ولسوالۍ کې د هوایي برید په ترڅ کې ۴ تنه ترهګر وژل شوي او ۲ تنه ټپیان شوي دي.

میدان وردک- سیدآباد ولسوالۍ کې د هوايي برید په ترڅ کې ۴ تنه ترهګر وژل شوي او یو موټر له منځه وړل شوی دی.

فاریاب- قیصار ولسوالۍ کې د ځوابي ډزو په ترڅ کې ۲ تنه ترهګر وژل شوي او ۳ تنه ټپیان شوي دي.