۲۶۷ زده‌کړیالان د لوړو پوځي زده کړو ترسره کولو وروسته د مارشال فهیم پوځي پوهنتون د ځوانو افسرانو له اکاډمۍ څخه فارغ شول

s.mohmand
پنجشنبه ۱۳۹۹/۶/۲۰ - ۱۹:۱۳
۲۶۷ زده‌کړیالان د لوړو پوځي زده کړو ترسره کولو وروسته د مارشال فهیم پوځي پوهنتون د ځوانو افسرانو له اکاډمۍ څخه فارغ شول

د دغو افسرانو د فراغت مراسم د ولسمشر محمداشرف غني، د ملي امنیت سلاکار حمدالله محب، د ملي دفاع وزارت سرپرست سترجنرال اسدالله خالد او د ملي دفاع وزارت جنرالانو او افسرانو په حضور کې ترسره شول.

د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهور رییس وویل:"د ویاړ ځای دی چې د ځوانو افسرانو د ۱۷مې دورې فراغت شاهد یوو او تاسو د هیواد د ريښتینو او صادقو بچیانو په توګه د سرښندنې، خپلواکۍ، نظام او ځمکنۍ بشپړتیا ساتندوی یاست.

امنیتي او دفاعي ځواکونه د خلکو په زړونو کې ځای لري او د ملي یووالي او ټولیز هوډ د ممثلینو په توګه پېژندل کېږئ."

ولسمشر محمد اشرف غني د ملي پوځ افسرانو د روزنې په برخه کې د ملي دفاع وزارت سرپرست سترجنرال اسدالله خالد د هڅو ستاینه وکړه.

ولسمشر د افغانانو د امنیت خوندیتوب او له ترهګرۍ سره د مبارزې په برخه کې د امنیتي او دفاعي ځواکونو لاسته راوړنې وستایلې او له هغو څخه یې په نېکۍ یادونه وکړه.

همداراز د غوڅ ملاتړ مرستیال ډګرجنرال «هیل» د دغو افسرانو فراغت د افغانستان لپاره یوه ستره لاسته راوړنه وبلله.

د ۷ کلنو په لړ کې د مارشال فهیم پوهنتون د ځوانو افسرانو اکاډمۍ څخه د ۳۰۰ ښځو په ګډون ۵۲۴۳ تنه فارغ شوي دي.

دغه افسران تر ویاړلي فراغت وروسته دافغانستان له ځمکنۍ بشپړتیا دفاع کوي او په خپلو هڅو سره دهیواد او سولې دښمنانو ته غاښ ماتوونکی ځواب ورکوي.

وروستي خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۳/۱۱/۷ - ۱۸:۱۰
Background image

د ملي دفاع وزارت سرپرست د ایران د بهرنیو چارو له وزیر او مل پلاوي سره ولیدل

د ملي دفاع وزارت سرپرست مولوي محمد یعقوب "مجاهد" نن پخپل کاري دفتر کې د ایران د بهرنیو چارو وزیر سید عباس عراقچي او ورسره مل پلاوي کوربه و.

په دې لیدنه کې د ملي دفاع وزير د ایراني. . .

پنجشنبه ۱۴۰۳/۱۱/۴ - ۱۵:۴۴
Background image

د قطر هېواد شارژدافیر د افغانستان د اسلامي امارت له دفاع وزیر سره وکتل

د ا.ا.ا، د ملي دفاع وزير مولوي محمد یعقوب "مجاهد" نن په خپل کاري دفتر کې، په کابل کې د قطر هېواد شارژدافیر محترم مُردِف القاشوطي خپل حضور ته ومنلو.

ښاغلي وزير د قوي او تل پاتې اړیکو. . .

چهارشنبه ۱۴۰۳/۱۱/۳ - ۱۷:۶
Background image

د ملي دفاع وزارت سرپرست سره د سعودي عربستان سفیر وکتل

د ملي دفاع وزارت سرپرست مولوي محمد یعقوب "مجاهد" نن په کابل کې د شاهي هېواد سعودي عربستان له سفیر ښاغلي فیصل طلق البقمي سره پخپل کاري دفتر کې وکتل، په دغه لیدنه کې د ملي دفاع وزارت. . .

بېرته خبرونه ته