۱۲۷۹ تنه سرتیري او بریدملان د پوځي زدګړو له تر لاسه کولو وروسته فارغ شول

s.mohmand
یکشنبه ۱۳۹۹/۹/۹ - ۱۷:۳۸
 ۱۲۷۹ تنه سرتیري او بریدملان د پوځي زدګړو له تر لاسه کولو وروسته فارغ شول

په ګډ محاربوي ښوونیز مرکز کې د ۲۰۰ ښځینه وو په ګډون د ۱۲۷۹ تنو سرتیرو او بریدملانو د فراغت مراسم، د ښوونې او پرسونل په چارو کې د ملي دفاع وزارت د مرستیالې "منیره یوسف زاده" په ګډون ددغه وزارت د یوشمیر جنرالانو او افسرانو په شتون کې ترسره شول.

دغو سرتیرو او بریدملانو پرمختللې پوځي زدکړې لیدلي او له هر پلوه د خلکو د ځان او مال دفاع ته چمتو دي.

په دې مراسمو کې د ښوونې او پرسونل په چارو کې د ملي دفاع وزارت مرستیالې وویل: طالبانو د جګړې په ډګر کې زمونږ د دفاعي او امنیتي ځواکونو پر وړاندې ماته خوړلې اما د ماتې د اعتراف شجاعت نلري او پر ملکي وګړو او عمومي ځایونو او بنسټونو بریدونه ترسره کوي.

طالبان له دین څخه په ناسم قرائت سره په دننه او بهر کې د اسلامي علماوو له جدي عکس العمل سره مخ شوي دي، او دغو علماوو اعلان وکړ چې په افغانستان کې د طالبانو او تروریستانو جګړه دیني مشروعیت نلري.

طالبان نه یوازې د خلکو پر وړاندې منفور شوي دي بلکې کړنې یې د دیني علماوو په منځ کې هم مردود دي.

منیره یوسف زاده پوځي ښځینه وو ته په خبرو کې وویل: د دفاعي او امنیتي ځواکونو په لیکو کې ستاسو شتون ددې لامل شوی دی چې طالبان ددې توان ونلري چې پر افغان ښځو محدودیت وضع کړي، تاسو نه یوازې د ټولو افغان ښځو لپاره بېلګه یاست بلکې په نړیوالې الګو بدل شوي یاست چې په ډیری نړیوالو کنفراسونو کې ستاسو شتون او استقامت ستایل شوی دی.

دغو تازه فارغ شویو ځواکونو ډاډ ورکړ چې په هېواد کې د تل پاتې سولې او آرامتیا د ټینګښت په موخه به په ټول ځواک او توان سره هڅه وکړي.

ټاکل شوې دغه ځواکونه به د هېواد د دښمنانو پر وړاندې د مبارزې په ډګرونو کې میشت شي.

وروستي خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۳/۱۱/۷ - ۱۸:۱۰
Background image

د ملي دفاع وزارت سرپرست د ایران د بهرنیو چارو له وزیر او مل پلاوي سره ولیدل

د ملي دفاع وزارت سرپرست مولوي محمد یعقوب "مجاهد" نن پخپل کاري دفتر کې د ایران د بهرنیو چارو وزیر سید عباس عراقچي او ورسره مل پلاوي کوربه و.

په دې لیدنه کې د ملي دفاع وزير د ایراني. . .

پنجشنبه ۱۴۰۳/۱۱/۴ - ۱۵:۴۴
Background image

د قطر هېواد شارژدافیر د افغانستان د اسلامي امارت له دفاع وزیر سره وکتل

د ا.ا.ا، د ملي دفاع وزير مولوي محمد یعقوب "مجاهد" نن په خپل کاري دفتر کې، په کابل کې د قطر هېواد شارژدافیر محترم مُردِف القاشوطي خپل حضور ته ومنلو.

ښاغلي وزير د قوي او تل پاتې اړیکو. . .

چهارشنبه ۱۴۰۳/۱۱/۳ - ۱۷:۶
Background image

د ملي دفاع وزارت سرپرست سره د سعودي عربستان سفیر وکتل

د ملي دفاع وزارت سرپرست مولوي محمد یعقوب "مجاهد" نن په کابل کې د شاهي هېواد سعودي عربستان له سفیر ښاغلي فیصل طلق البقمي سره پخپل کاري دفتر کې وکتل، په دغه لیدنه کې د ملي دفاع وزارت. . .

بېرته خبرونه ته