کندهار ولایت ته د وسله وال پوځ لوی درستیز ستر جنرال محمد یاسین ضیأ سفر

s.mohmand
سه‌شنبه ۱۳۹۹/۱۱/۷ - ۲۱:۲۴
کندهار ولایت ته د وسله وال پوځ لوی درستیز ستر جنرال محمد یاسین ضیأ سفر

د هېواد د وسله وال پوځ لوی درستیز ستر جنرال محمد یاسین "ضیأ" د هېواد د ځانګړو قطعاتو او هوایي قول اردو د عمومي قوماندانانو په ملتیا د کندهار ولایت د امنیتي وضعیت د ارزونې او د دفاعي او امنیتي ځواکونو له قطعاتو او جزوتامونو څخه د لیدنې په موخه دغه ولایت ته سفر وکړ.

د وسله وال پوځ لوی درستیز، د ۲۰۵ اتل قول اردو قوماندان جنرال شفیق الله "رسول زی"، د کندهار امنیه قوماندان جنرال تادین خان او نورو سیمه ییزو امنیتي چارواکو سره د یاد ولایت ارغنداب ولسوالۍ ته ولاړ او له هغو سیمو او ساحو څخه چې موده دمخه د دښمن له شتونه په بشپړه توګه پاکه او تصفیه شوې وې له نږدې لیدنه وکړه او د راتلونکي امنیتي پلان پر تطبیق بحث او خبرې وکړې.

د وسله وال پوځ لوی درستیز، د امنیتي راپور تر اوریدو وروسته، اړوندو امنیتي چارواکو ته لازم هدایت صادر کړل او ددغه ولایت د دفاعي او امنیتي ارګانونو تر منځ یې د لا ښې همغږۍ په رامنځته کېدو ټینګار وکړ.

وروستي خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۰/۳/۳ - ۱۰:۳۲
Background image

د ملي دفاع وزارت لومړي مرستیال د حربي ښونځي له قوماندانۍ څخه لیدنه وکړه

تېره ورځ د ملي دفاع وزارت لومړي مرستیال ډاکټر نجیب الله "وردګ"، د ملي دفاع وزارت د ښوونې او روزنې له عمومي قوماندان...

یکشنبه ۱۴۰۰/۳/۲ - ۱۰:۵۹
Background image

د ۲۱۷ پامیر قول اردو له ښوونیز مرکز څخه ۲۲۹ سرتیري فارغ شول

د ۲۱۷ پامیر قول اردو له ښوونیز مرکز څخه د ملي اردو ۲۲۹ تنه سرتیري د یو لړ بنسټیزو پوځي زده کړو وروسته فارغ شول...

یکشنبه ۱۴۰۰/۳/۲ - ۹:۳۴
Background image

د وسله وال پوځ لوی درستیز د امنیتي وضعیت د څېړلو په موخه لغمان ولایت ته ولاړ

د وسله وال پوځ لوی درستیز ستر جنرال محمد یاسین "ضیا" د امنیتي وضعیت څېړلو په موخه تېره شپه لغمان ولایت ته سفر وکړ...

بېرته خبرونه ته