کابل کې نږدې ۱۰۰۰ تنه سرتیري فارغ شول
نن د ګډې قوماندانۍ له ښوونیز مرکز څخه د ملي اردو ۹۱۳ تنه منسوبین د یو لړ ښونیزو بنسټیزو پوځي زده کړو وروسته فارغ شول، ددې اتلانو د فراغت محفل د ملي دفاع وزارت د لوړ پوړو چارواکو په شتون کې تره سره شول.
د واحد ښوونې او روزنې قوماندانۍ مرستیال برید جنرال محمد اسحاق ابراهیمي د دغو سرتیرو فراغت غونډه کې وویل:" دفاعي او امنیتي ځواکونو لیکو ته د ځوانانو په ډیره لیوالتیا سره یوځای کېدو خوښي څرګنده کړه، فارغان یې وهڅول ترڅو د سالمې سوق ادارې او د جګړې په ډګر کې پیاوړې کړنې ترسره کړي.
همدا راز نوموړي زیاته کړه چې د یوه هېواد سرلوړي او عزت د دفاعي او امنیتي ځواکونو شتون سره وي چې تل دهېواد څخه هره ګوښه کې د پردیو اجیرانو څخه په زړورتیا او میړانه دفاع کوي ".
دیادونې وړه ده دغو تازه فارغ شویو ځواکونو ډاډ ورکړ چې په هېواد کې د تل پاتې سولې او ارامتیا د ټینګښت په موخه په ټول ځواک او توان سره هڅه وکړي او هېڅ چاته به اجازه ورنکړي چې هېوادوالو ته زیان ورسوي.