کابل کې د ګډ محاربوي ښوونیز مرکز څخه ۵۸۱ تنه سرتیري فارغ شول

s.mohmand
چهارشنبه ۱۴۰۰/۱/۱۱ - ۲۲:۲۴
 کابل کې د ګډ محاربوي ښوونیز مرکز څخه ۵۸۱ تنه سرتیري فارغ شول

دغو سرتیرو د ۱۲ اونیو له پوځي بنسټیزو زده کړو وروسته، نن په کابل کې د خپل فراغت جشن ولمانځه.

د ښوونې او روزنې عمومي قوماندانۍ مرستیال برید جنرال محمد عیسا ابراهیمي یادو فارغ شوو سرتیرو ته د مبارکۍ تر څنګ وویل: د جګړې په ډګر کې ستاسې شتون به ستاسو ملګري لا وهڅوي چې په هیواد کې د سولې او ثبات د دښمنانو پر وړاندې په کلکه مبارزه وکړي.

د ګډو محاربوي تعلیماتو قوماندانۍ سرپرست ډګروال عبدالظاهر بارز سرتیري وهڅول چې د جګړې په ډګر کې له خپلې پوځي روزنې څخه سمه ګټه پورته کړي.

یادو فارغانو ژمنه وکړه چې د افغانستان دښمنانو ځپلو ته تل چمتو دي او دښمن ته به هیڅکله د ترهګریزو کړنو اجازه ورنکړي.

وروستي خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۴/۳۱ - ۱۶:۴۱
Background image

د ملي دفاع وزارت سرپرست له ازبکستاني پلاوي سره وکتل

د ملي دفاع وزارت سرپرست الحاج مولوي محمد یعقوب "مجاهد" پخپل کاري دفتر کې د ازبکستان هيواد د استخباراتو له رئیس جنرال کوربونوف باخودیر، د نوموړي مرستیال جنرال مختورف فرخ، د ازبکستان د. . .

یکشنبه ۱۴۰۳/۱۱/۷ - ۱۸:۱۰
Background image

د ملي دفاع وزارت سرپرست د ایران د بهرنیو چارو له وزیر او مل پلاوي سره ولیدل

د ملي دفاع وزارت سرپرست مولوي محمد یعقوب "مجاهد" نن پخپل کاري دفتر کې د ایران د بهرنیو چارو وزیر سید عباس عراقچي او ورسره مل پلاوي کوربه و.

په دې لیدنه کې د ملي دفاع وزير د ایراني. . .

پنجشنبه ۱۴۰۳/۱۱/۴ - ۱۵:۴۴
Background image

د قطر هېواد شارژدافیر د افغانستان د اسلامي امارت له دفاع وزیر سره وکتل

د ا.ا.ا، د ملي دفاع وزير مولوي محمد یعقوب "مجاهد" نن په خپل کاري دفتر کې، په کابل کې د قطر هېواد شارژدافیر محترم مُردِف القاشوطي خپل حضور ته ومنلو.

ښاغلي وزير د قوي او تل پاتې اړیکو. . .

بېرته خبرونه ته