په کابل کې د ډګر جنرال محمد جمعه "اڅک" جنازې مراسم د وسلوال پوځ لوي درستیز په شتون کې تر سره شوه

s.mohmand
دوشنبه ۱۴۰۰/۵/۴ - ۱۸:۱۲
په کابل کې د ډګر جنرال محمد جمعه "اڅک" جنازې مراسم د وسلوال پوځ لوي درستیز په شتون کې تر سره شوه

د ملي دفاع وزارت د لوی درستیز د پخواني مرستیال او د هېواد د پوځي کدرونو څخه یو تن کدر ډګر جنرال محمد جمعه «اڅک» د جنازې مراسم د وسلوال پوځ لوی درستیز ډګر جنرال ولي محمد «احمدزي», جنرالانو, افسرانو، د مرحوم خپلوانو او خواخوږو په شتون کې نن د سردار محمد داود خان په روغتون کې تر سره شول.

ډګر جنرال محمد جمعه "اڅک" د هېواد یو له تجربه لرونکو پوځیانو څخه وو, چې د رهبرۍ په بیلابیلو بستونو کې په پوځي قطعاتو مختلفې دندې سرته رسولي دي.

مرحوم "اڅک" خپل قیمتي عمر د هېواد د امنیت ټينګښت په لاره کې د خپلو قدرمنو خلکو د هوساینې له پاره تېر کړی وو.

د مرحوم ډګرجنرال محمد جمعه "اوڅک" خدمتونه ، دندې او اتلولي به د افغانستان ملي اردو په تاریخ کې تلپاتي وي.

د ملي دفاع وزارت او لوی درستیز رهبري د ډګر جنرال محمد جمعه "اڅک" مړینه لویه ضایعه بولي, د مرحوم له پاره د پاک څښتن تعالی له درباره د فردوس جنت غوښتنه او وارثینو ته یې د صبر هیله کوي.

وروستي خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۳/۱۱/۷ - ۱۸:۱۰
Background image

د ملي دفاع وزارت سرپرست د ایران د بهرنیو چارو له وزیر او مل پلاوي سره ولیدل

د ملي دفاع وزارت سرپرست مولوي محمد یعقوب "مجاهد" نن پخپل کاري دفتر کې د ایران د بهرنیو چارو وزیر سید عباس عراقچي او ورسره مل پلاوي کوربه و.

په دې لیدنه کې د ملي دفاع وزير د ایراني. . .

پنجشنبه ۱۴۰۳/۱۱/۴ - ۱۵:۴۴
Background image

د قطر هېواد شارژدافیر د افغانستان د اسلامي امارت له دفاع وزیر سره وکتل

د ا.ا.ا، د ملي دفاع وزير مولوي محمد یعقوب "مجاهد" نن په خپل کاري دفتر کې، په کابل کې د قطر هېواد شارژدافیر محترم مُردِف القاشوطي خپل حضور ته ومنلو.

ښاغلي وزير د قوي او تل پاتې اړیکو. . .

چهارشنبه ۱۴۰۳/۱۱/۳ - ۱۷:۶
Background image

د ملي دفاع وزارت سرپرست سره د سعودي عربستان سفیر وکتل

د ملي دفاع وزارت سرپرست مولوي محمد یعقوب "مجاهد" نن په کابل کې د شاهي هېواد سعودي عربستان له سفیر ښاغلي فیصل طلق البقمي سره پخپل کاري دفتر کې وکتل، په دغه لیدنه کې د ملي دفاع وزارت. . .

بېرته خبرونه ته