په کابل کې د ډګر جنرال سهیلا صدیق د جنازې مراسم د جمهور رییس او د ملي دفاع وزارت د رهبرۍ په ګډون کې ترسره شوه

s.mohmand
شنبه ۱۳۹۹/۹/۱۵ - ۱۴:۴۴
په کابل کې د ډګر جنرال سهیلا صدیق د جنازې مراسم د جمهور رییس او د ملي دفاع وزارت د رهبرۍ په ګډون کې ترسره شوه

د ډګر جنرال پوهاند ډاکټرې "سهیلا صدیق" د جنازې مراسم د جلالتمآب ولسمشر محمد اشرف غني، د وسله وال پوځ لوی درستیز ستر جنرال محمد یاسین ضیا، جنرالانو او افسرانو او د حکومت د یوشمیر لوړپوړو چارواکو په ګډون سره نن سهار د شهید سردار محمد داوود خان په روغتون کې ترسره شوه.

په دې مراسمو کې د افغانستان د اسلامي جمهوري دولت جمهور رییس او د وسله وال پوځ لوی درستیز ددغې درې ستوري جنرالې له کړنو ستاینه او قدرداني وکړه او یو ځل بیا یې خپله خواخوږي او غمشریکي د جنرال سهیلا صدیق له کورنۍ سره شریکه کړه او روح ته یې دعا وکړه.

وروستي خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۴/۳۱ - ۱۶:۴۱
Background image

د ملي دفاع وزارت سرپرست له ازبکستاني پلاوي سره وکتل

د ملي دفاع وزارت سرپرست الحاج مولوي محمد یعقوب "مجاهد" پخپل کاري دفتر کې د ازبکستان هيواد د استخباراتو له رئیس جنرال کوربونوف باخودیر، د نوموړي مرستیال جنرال مختورف فرخ، د ازبکستان د. . .

یکشنبه ۱۴۰۳/۱۱/۷ - ۱۸:۱۰
Background image

د ملي دفاع وزارت سرپرست د ایران د بهرنیو چارو له وزیر او مل پلاوي سره ولیدل

د ملي دفاع وزارت سرپرست مولوي محمد یعقوب "مجاهد" نن پخپل کاري دفتر کې د ایران د بهرنیو چارو وزیر سید عباس عراقچي او ورسره مل پلاوي کوربه و.

په دې لیدنه کې د ملي دفاع وزير د ایراني. . .

پنجشنبه ۱۴۰۳/۱۱/۴ - ۱۵:۴۴
Background image

د قطر هېواد شارژدافیر د افغانستان د اسلامي امارت له دفاع وزیر سره وکتل

د ا.ا.ا، د ملي دفاع وزير مولوي محمد یعقوب "مجاهد" نن په خپل کاري دفتر کې، په کابل کې د قطر هېواد شارژدافیر محترم مُردِف القاشوطي خپل حضور ته ومنلو.

ښاغلي وزير د قوي او تل پاتې اړیکو. . .

بېرته خبرونه ته