په هرات ولایت کې اړمنو کورنیو سره د ملي اردو بشردوستانه مرسته
د ۲۰۷ ظفر قول اردو قوماندانۍ اړوندو ځواکونو په هرات ولایت کُهسان ولسوالۍ کې د ۵۲ اړمنو کورنیو سره د خوراکي توکو مرسته وکړه.
دغو اړمنو کورنیو سره۲۱۳۲ کیلو ګرامه ارتزاقي مواد، چې هغه کې وریجې،غوړي، بوره او چای مرسته وشوه، په بیلابیلو کڅوړو کې مستحقو کورنیو ته د ملي اردو منسوبینو له لوري ورکړل شول.
یادې ولسوالۍ اوسیدونکو دفاعي او امنیتي ځواکونو په ځانګړې توګه د ملي اردو ځواکونو د کړنو او همکاریو قدرداني وکړه او خپل ملاتړ یې دفاعي او امنیتي ځواکونو څخه اعلان کړل.
افغان دفاعي او امنیتي ملي ځواکونه ترهګرو سره د مبارزې په څنګ کې، هېوادوالو ته د بشردوستانه مرستو زمینه هم برابروي او د خلکو سره مرسته کوي.