په هرات ولایت کې اړمنو دکورنیو سره د ملي اردو بشردوستانه مرسته

د ۲۰۷ ظفر قول اردو قوماندانۍ اړوندو ځواکونو په هرات ولایت ۱۳ ناحيې اړوند د شهیدانو شهرک کې د ۵۲ اړمنو کورنیو سره د خوراکي توکو مرسته وکړه.
دغو اړمنو کورنیو سره غوړي، لوبیا، نخود، بوره، چای او کمپلې مرسته وشوه، په بیلابیلو کڅوړو کې مستحقو کورنیو ته د ملي اردو منسوبینو له لوري ورکړل شول.
افغان دفاعي او امنیتي ملي ځواکونه ترهګرو سره د مبارزې په څنګ کې، هېوادوالو ته د بشردوستانه مرستو زمینه هم برابروي او د خلکو مرسته کوي.